نړۍ

پاکستان: امیرکایانو په بلوچستان کي شمسي هوایی ډګړ خالي کړی دی

shamsi_air_base_balochistan (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۳) یو امریکایی تلويزوني چینل  خبر خپور کړی دي چي امریکایانو په بلوچستان کي شمسي هوایی ډکر خالي کړی دي، کوم چي په وزیرستان کی دعملیاتو لپاره کار ځیني اخیستل کیدی، امریکایی ټلویزون دیو لوړ رتبه پاکستان استخباراتي چارواکي لخوا څخه خبر ور کړی دي، چي امریکایانو هوایی ډګر خوشی کړی اوله سیمي څخه تللي دي، خو تر اوسه پوري ددي خبري پخلي ندی شوی چي امریکایانو هوایی ډګر دپاکستاني چارواکو دغوښتنو له کبله خالي کړی دي او که خپله تللي دی اوځای یی خوشي کړی دي، او دا هم نده څرګنده چي امریکایانو څه وخت د ډرون بریدونو لپاره  له دغه ډګر څخه کار اخیستل پیل کړی وو، اوڅه وخت یی له دغه هوایی ډګر څخه عملیات بیرته بند کړی دي.

دپاکستان دڅارګري اداري یو لوړ رتبه چارواکی رسنیو ته ویلي دي چي دډرون بریدونو په اړه دامریکایانو لپاره شمسي هوایی ډګر ډیر اهمیت درلود، خو نوموړي ددي خبري پخلی نده کړی چي امریکایانو دي هوایی ډګر خالي کړی وي.

بخت الرحمن بخت……………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x