استراليا لومړۍ لوبډله شوه چې د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته يې لار وموندله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د استراليا او انګلستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د نړيوال جام سيالۍ ترسره شوه چې په کې استراليا انګلستان ته د ۶۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.

استراليا لوبډلې د نړيوال جام شپږمه بريا هم خپله کړه چې په مرسته يې د نړيوال جام دویم پړاو يا نيمه پايلوبې ته لار وموندله.

بل خوا انګلستان لوبډلې په روان نړيوال جام کې دريمه ماتې وخوړه چې نيمه پايلوبې ته لار موندل نور هم ورته ستونزمن شول، دوی به راتلونکې دوه لوبې د د هند او نيوزيلند پر وړاندې ترسره کوي.

په ننۍ لوبه کې ايون مورګن پچه وګټله خو استراليا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، استراليا د فينچ او وارنر په مرسته په زړه پورې پېل وکړ، فينچ سليزه او وارنر نيمه سليزه ووهله، دوی په ټاکلو ۵۰ اورونو کې انګلستان ته د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې استراليا د بيهرندورف او ميچل سټارک توپ اچونې په مرسته انګلستان له سخت فشار سره مخ کړ، که څه وروسته بين سټوکس په زړه پورې .. منډې جوړې کړې خو لوبډلې يې پرلپسې ويکټې له لاسه ورکړې او د ۶۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د استراليا لخوا بيهرندورف ۵ او ميچل سټارک ۴ ويکټې واخيستې، ميچل سټارک چې د ۲۰۱۵م نړيوال جام غوره توپ اچونکی و په ۲۰۱۹م نړيوال جام کې هم تر دې دمه تر ټولو وړاندې دی.

ياده دې چې له افغانستان او سويلي افريقا پرته هره لوبډله کولای شي د نړيوال جام نيمه پايلوبو ته د يوې يا بلې لارې تللی شي چې په ټوله کې د ويسټ انډيز چانسونه کم ليدل کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د