د شانګهای د همکارۍ سازمان نولسمه غونډه او پر افغانستان یې اغېزې

ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

د شانګهای د همکارۍ سازمان نولسمه غونډه د قرغزستان هېواد په کوربتوب د یاد هېواد په مرکز بېشکیک کې د جون میاشتې په ۱۳ مه او ۱۴ مه ترسره شوه، چې د افغانستان ولسمشر د یوه پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و.د دغه سازمان مخینه د افغانستان له حالاتو سره مستقیمه اړیکه لري او په وروستیو لسو کلونو کې هم د افغانستان په لور د دغه سازمان پاملرنه، اندېښنې او لېوالتیا زیاته شوې ده. په سیمه کې د دغه سازمان ارزښت ته په کتلو سره افغانستان هم په دې وروستیو کې د دغه سازمان د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو غوښتنې وکړې.د افغانستان جمهور رئیس د دغه سازمان د وروستۍ غونډې په څنډو کې د چین، هند، قزاقستان، اوزبکستان او تاجکستان له مشرانو سره هم ملاقاتونه درلودل
دا چې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان پر یو بل د اغېزو مخينه څه ده؟ ددې سازمان سیمه ییز او نړیوال رول څه دی؟ د افغان سولې په کشاله کې څه رول لرلی شي او په پای کې د ۱۹ مې غونډې ارزونه چې ددې اوونۍ په تحلیل کې پرې شننه شوې.

د شانګهای پنځم سازمان او د شانګهای د همکارۍ سازمان مخینه

چین د شوروي اتحاد له ټوټه کېدو وروسته هم د یو شمېر هېوادونو لکه روسیې، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان سره د شاوخوا 7000 کیلو متره ګډ سرحد په اړه ستونزې درلودې، او دې ستونزو کولی شول، د چین اړیکې په راتلونکي کې له ګواښ سره مخ کړي، دا ځکه چې په يادو سرحدي ستونزو د چین او پخواني شوروي اتحاد لښکرې د جګړې په ډګر کې د یو بل سره مخامخ شوې هم وې.

د چین او څلورو نورو هېوادونو (روسیې، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان) ترمنځ په 1996 م کال کې د نویو او ښو اړیکو رغولو او په ځانګړې توګه د سرحدي کشالو حل کولو په موخه یوه ګډه غونډه جوړه شوه، او د شانګهای ۵ سازمان جوړېدو ته یې لاره هواره کړه، او یاد سازمان په ډېر لږ وخت کې وکولی شول، چې د اوږد ګډ سرحد اړوند کشالو ته د پای ټکي ومومي.

د سرحدي کشالې حل کېدو وروسته د یاد سازمان پېنځو غړو هېوادونو ترمنځ دوستانه فضاء رامنځ ته شوه، د یاد سازمان غړيو هېوادونو د خپلو ملي ګټو خوندي کېدو په موخه، د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان دننه د افراطي ډلو شتون ته متوجه، او د هغوی پر وړاندې يې ګډې مبارزې او همکارۍ ته مخه کړه. د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په شمول د یو شمېر نورو ادارو ترمنځ وخت په وخت غونډو، د سیمې د امنیت او ثبات ترڅنګ، د تروریزم، مخدره موادو او وسلو د قاچاق ستونزو په اړه په ګډ کار سلا مشورې، او په منځنۍ آسیا کې د اتومي وسلو د نه شتون، او اقتصادي پرمختګونه د شانګهای ۵ سازمان کاري لومړیتوبونه شول.

د 2001 کال د جولای په 15 نېټه ازبکستان د شانګهای ۵ سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، او یاد سازمان په رسمي توګه د شانګهای د همکارۍ سازمان په نوم ونومول شو.

اوس مهال اته هېوادونه (چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان) د یاد سازمان دایمي غړي، افغانستان، بیلاروس، ایران او د منګولیا هېوادونه یې د څارونکو، او ازربایجان، ارمانیا، کمبوډیا، نیپال، ترکیه او سریلانکا هېوادونه يې د خبرو شریکانو په حیث پيژندل کېږي.

د شانګهای سازمان نړیوال او سیمه‌ییز رول

په نړیواله کچه د شانګهای د همکارۍ سازمان ته په درنه سترګه کتل کېږي، او په اوس کې یې د ملګرو ملتونو نه پس یی د نړی لوی سازمان یې یادولی شو، چې د شمالي قطب نه تر هند سمندرګي او د چین د لینیانګوانګ سیمې تر کالینین‌گراد روسیې فدراسیون پورې سیمي، چې د نړۍ ۴۴ ٪ نفوس جوړوي، پکې رانغښتي دي. دا سازمان وخت په وخت د پراختیا په لور ګامونه اخلي، او د جنوبي آسیا د دوو پیاوړو هېوادونو ( پاکستان او هند) په شمول د نړۍ څلورو اتومي وسلو لرونکو هېوادونو غړیتوب له ځانه سره لري، او ترکیه چې اوس د دې سازمان د خبرو شریک بللی شي، د دې سازمان سره د یو ځای کېدو لیوالتیا يې چین د خوښۍ سره مخ کړئ.

د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د راټس (RATS) یا Regional Anti-Terrorist Structure یا (سیمه ییز تروریزم ضد چوکاټ) په مټ وکولی شول چې د (2011) کال نه تر (2015) کال پورې د (20) غټو تروریستي حملو مخنیوي وکړي، د تروریستانو (440) د روزنې مرکزونه، او شاوخوا (1700) نړیوال تروریستان له منځه یوسي، او د (3250) په شاوخوا کې چاودېدونکي موادو آلې کشف کړي، چې کولی شول، د سیمې په ثباتۍ او د غړیو هېوادونو ترمنځ په بې باورۍ رامنځ ته کولو کې پراخه ونډه ولري، او په دې اړه د غړیو هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ لا دوام لري.

د دې ترڅنګ د (2015) کال غونډه کې دا پرېکړې هم وشوې، چې غړي هېوادونه اړ دي، چې د تروریستي مرکزونو، د تروریستي فعالیتونو، او د تروریستانو د مالي ملاتړ سرچینې او معلومات غړي هېوادونو له یو بل سره شریک کړي، او په اړه یې ګډ تصامیم ونیسي، تر څو سیمه له بې ثباتۍ څخه وژغوري.

د شانګهای سازمان د اساسنامې له مخې، د غړیو هېوادونو ترمنځ په لاندې برخو کې همکاري کېږي، ترڅو په سیمه کې د اعتماد جوړونې په برخه کې مثبت ګامونه پورته کړي او له بلې خوا سیمه له شخړو او کړکېچونو څخه وژغوري:

مخدره مواد:د شانګهای د همکارۍ سازمان نه یوازې په سیمه ییزه توګه، بلکې په نړیواله توګه د تروریزم، غیر قانوني مخدره موادو کښت او قاچاق، غیر قانوني وسلو، او تروریستي ډلو په خلاف د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ غونډې ترسره کړي، چې د هغې جملې څخه يې د ۲۰۱۶ کال غونډه چې د ملګرو ملتونو سره یو ځای یې په په نیویارک ښار کې جوړه کړې وه او موخه یې نړیوالو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه وه، او همدارنګه د مخدره موادو پر ضد یې په ویانا کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو ضد ادارې سره په همغږۍ ګډه غونډه ترسره کړې وه، یادولی شو.

اقتصادي همکارۍ: د شانګهای د همکارۍ سازمان نه یوازې په سیمه ییزه توګه، بلکې په نړیواله توګه غواړي چې آزاد تجارت، اقتصادي ثبات، او د نړیوال اقتصاد بیا رغونې او ګډې همکارۍ ته دوام ور کړي، او د نړیوال تجارت پر وړاندې بندیزونه او خنډونه له منځه یوسي.

کلتوري همکارۍ: یوازینۍ علت چې د دې سازمان غړي هېوادونو ترمنځ يې باور رامنځ ته کړی، او ګډې همکارۍ ته یې لاره هواره کړې، کلتوري، علمي او ساینسي همکارۍ یادولی شو.د منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د بډایه کلتوري میراث شتون او کلتوري همکارۍ کولی شي، د غړو هېوادونو ترمنځ کلتوري نمایشونو او سیالیو ته لاره هواره کړي، او دا کار د خلکو ترمنځ د فاصلو کمولو او نږدې کولو کې پراخه ونډه درلودلی شي.

د شانګهای سازمان نولسمه غونډه

د روان کال د جون میاشتې په (13) او (14) مه نېټه د نوموړي سازمان نولسمه غونډه ترسره شوه، چې د سیمه ییز امنیت ترڅنګ، د تروریزم او مخدره موادو د قاچاق په وړاندې مبارزه، اقتصادي پرمختګ، صنعت، د افغانستان پر روان وضعیت او د ایران اټمي تړون پر موقف چې یاد هېواد یې تر اوسه له غړیتوبه په شا کړی، هغه موضوعاګانې وې چې د دې غونډې په اجنډا کې راڅرخېدلې.

چین په سیمه کې د پراخې پانګې اچونې، او د آسیا مارکېټ ته د خپلو توکو رسولو ارادې ته په کتلو، دې ته ډېر لیواله ښکاري، چې د کابل څخه، لکه څنګه چې یې په (2012) کال کې، د څارونکي هېواد په حیث ملاتړ وکړ، غړیتوب ته هم راولي، خو له بلې خوا دا غړیتوب په اوس کې د افغانستان لپاره هم خورا مهم دی، ځکه کابل کولی شي، د یاد سازمان په همکارۍ د مخدره موادو کښت او قاچاق مخنیوي، په افغانستان کې د هغو یو شمېر جنګي ډلو شتون چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کولی شي، او اقتصادي پرمختیا په برخه کې ملاتړ تر لاسه کړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان نولسمې غونډې ته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وینا کې مخدره مواد، تروریزم او جګړه د یاد سازمان غړیو او څارونکو هېوادونو امنیت پر وړاندې ستر ګواښونه یاد کړل، او د خپل هېواد د امنیتي ځواکونو سرښندنو یادونه یې وکړه، چې په فراه ولایت کې یې (53) د مخدره توکو لابراتوارونه له منځه وړي، او قاچاق وړونکو ته يې قابو یو میلیارد امریکايي ډالر زیان اړولی، او څرګنده یې کړه، چې هېواد یې د مخدره موادو پرضد قوي او غښتلې اراده لري.

د افغان سولې په کشاله کې د دې سازمان رول

د افغانستان ولسمشر د شانګهای سازمان له مشرانو څخه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړه، او د سولې نه شتون یې د شانګهای سازمان هېوادونو ته جدي ګواښ وباله، او په دې اړه یې د سیمه ییزې اجماع ترڅنګ نړیوالې اجماع شتون هم اړین وباله. که د افغانستان دننه د سولې پروسې په برخه کې په ریښتیني معنا کار وشي، کولی شي د شانګهای سازمان اړوند هېوادونه په ډېرې آسانۍ سره د سولې په برخه کې سیمه ییزې اجماع ته را وړاندې کړي، او په دې برخه کې د چین او هند رول چې نسبتاً د افغانستان سره ښې اړیکې لري، کولی شي د سولې په برخه کې مرستندویه واقع شي. د دې سازمان نورو غړیو هېوادونو له جملې څخه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د افغانانو په مالکیت د سولې د پروسې نه خپل ملاتړ اعلان کړ، او د افغانستان سولې موضوع یې د سیمې اړوند موضوع وګڼله.

پای خبره

د شانګهای سازمان چې د سیمې او آن د نړۍ په سطحه ځانګړی ارزښت لري، او افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ، چې ځینې یې د دې سازمان غړیتوب هم لري، د وصل سیمه باله شي، نو څومره چې زر کېدلی شي، د دې سازمان غړیتوب ته باید لاره ومومي، او دا کار کولی شي، د دې هېواد د سولې موضوع ترڅنګ، سرحدي ستونزو او اقتصادي پرمختګونو کې مرستندویه واقع شي.

افغانستان د غړیتوب وروسته کولی شي، خپلو سرحدي کشالو ته په آسانۍ حل لارې ومومي، او دا ځکه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د (2015) کال په غونډه کې یو ځل بیا تعهد وکړ، چې د غړو هېوادونو ترمنځ به سرحدي کشالو ته حل لارې مومي، او غړي هېوادونه به د نړیوالو تروریستانو مخنیوي په خاطر خپل سرحدي ځواک لاپسې پیاوړی کوي. نو په همدې اساس له غړیتوب وروسته یاد هېواد کولی شي، په ګاونډیو هېوادونو، او په ځانګړې توګه په پاکستان او ایران د یاد سازمان په مټ او همکارۍ فشار راوړي، ترڅو افغانانو سره د سولی په راتګ کې صادقانه رول ولوبوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د