غزل؛ منصور افغان

منصور افغان

حق وایه ترخه وایه خو ښه وایه
هرڅه را ته ووایه خو ښه وایه

نه اورمه نه اورم د چا څه څه
ټوله راته ته وایه خو ښه وایه

بیایې غریو نیولی وایه څه چل دی
حال وایه له زړه وایه خو ښه وایه

څه چي در نه وغواړمه کله زه
ماته نه نه؛ مه وایه خو ښه وایه

بیابه یې تکرار کړم درته یوځلې
ښه وایه خو ښه وایه خو ښه وایه

ما باندې خوږې لګي خبرې ستا
یو سلو شپیته وایه خو ښه وایه

واه منصوره؛ څه وایې داڅه وایې
غوږ مې دی چې څه وایه خو ښه وایه
ـــــــــــــــــــ
منصورافغان

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د