رسنیو ته د طالبانو د خبرداری تر شا څه اهداف دي؟

نصیب ځدراڼ

څه وخت مخکې په ټولنیزو رسنیو کې چا یو خبر نشر کړی و، چې پکې راغلي وو، کابل کې کوم کور کې مړی وشو، نو یو ماشوم د مشرانو نه پوښتنه کوله چې کله به یې سوځوو؟!

زموږ ځوانان او نوی نسل دخپلو خپلو مذهبي او ملي مشرانو د کارنامو او ژوند نه ناخبره دي،خو د هندي فلمو ډمانو او ډمو د زوکړې، مرګ، ودونو ان د بچیانو نومونه او پیدایښت نه یې خبر دي.

تر اوسه مې کوم انګریز یا هندو ونه لید چې لونګۍ،پکول یا کندهارۍ خولۍ یې پر سر وي،افغاني لباس یې پر تن وي او افتخار ورباندي کوي، خو زموږ نوی نسل بیا په غربي لباس او د ویښتانو د رنګا رنګ فیشن په جوړولو نه یواځې فخر کوي؛ بلکې هغو ته په سپک نظر ګوري او بیسواده ورته ښکاري څوک چې وطني لباس کې ګرځي.

نړۍ په دي نه ده خبره چې اتلس کاله وشول،ماشومان او ښځینه حتي ځوانان مو هم د جنګ د لاسه ذهني ناروغان شول، هره شپه خلک د کورو نو دروازو ته ګوري او د مرګ انتظار کوي؛ خو زموږ میډیا نړۍ ته آریانا سعید، نجیبه فیض او دې ته ورته نورې هغه منحوسې څیرې چې په هیڅ صورت د افغان کلتور نمایندګې نشي کولی دوی ته د افغانانو د نماینده په توګه ور معرفي کوي.

دلته ځوانان لګیا دي په کمزورو اسلحو،په ژیړو بوشکو او د ځانونو نه یې د باروتو په تاوولو سره بمونه جوړ کړي او د یرغلګرو په ضد یې سپیڅلې مبارزه روانه کړې ده؛ خو د رسنیو د دوه مخې د لاسه دا ځوانان ترهګر او پاکستانیان شول او د زرګونه کیلومترو لیرې نه راغلي یرغلګرو او د هغوی داخلي مرستیالان پر حقه دي.

مجاهدین یې د پاکستان په پیغور بدنام کړل،رسنۍ خلکو ته وایې چې امریکایانو ته پاکستان لار ورکړه کنه زموږ هیواد یې چیرته نیولی شو،بالکل درسته ده پاکستان لار ورکړه خو دا نه ورته چې پاکستان تر طورخم او بولدک پوري لار ورکړه،په طورخم چې را واوښتل بیا تر هرات،باګرام،خوست بدخشان او کندز پوري چا ورسول ؟ څوک وو چې د دوی د موټر له مخې نه یې ماینونه لیرې کول او د دوی د پوځي مراکزو په دروازو کې به یې پیره کوله او تر اوسه یې کوي؟امنیتي تړون چا ورسره وکړ؟د باګرام،خوست،کندهار او جلال آباد پوځي اډې چا ورکړي؟دا حقیقت کله رسنیو زموږ اولس ته نه دی ویلی.کله مو فکر کړئ دا هر څه ولي په غلط لور روان دي؟

اصلي مقصد ته راځم ، طالبانو اوس رسنيو ته اخطار ورکړی چې که د سوداګريزو اعلانونو په بهانه یې د دوی پر ضد تبليغات په يوه اونۍ کې دننه دننه بند نکړل نو د نظامي اهدافو په توګه به يې ادارې او کارکوونکي په نښه شي.

د طالبانو دا اعلان د اولس د زړه ترجمانې ده،په رسنیو کې تر ټولو زیات اغیر د مالکانو وي ، څوک چې د خپلې ادارې پالیسۍ جوړوي،بیا د دولت وي څوک چې د دوی لپاره قانون جوړوي،ورپسې بیا د هغو سرمایه دارو خلکو وي، څوک چې دوی ته پیسې ورکوي او دوی یې ورته اعلانونه نشروي.

لکه څرنګه چې د طالبانو پر ضد دوی سوداګریز اعلانونه نشروي همداسې د ستاره افغان، هندي او ترکي ډرامو او فلمونو په نشرولو سره یې په افغاني کلتور هم یرغل کړی،د نظامي یرغلګرو یې په کلتوري یرغل سره همکارې کړي ده،زموږ کلتور یې نورې نړۍ ته نه دی ور پیژندلی،د پیسو په بدل کې یې زموږ اولس ته هغه څه ور ښودلي چې حقیقت نه وو،نه یې زموږ له حالاتو نوره نړۍ دقیقه خبره کړي ده.

دا ځنی قلم فروشان د ټول افغان ملت مجرمین دي،په دي هیله چې د طالبانو د اخطار سره خپل مسؤلیت وپیژني تر څو چې د طالبان عملي اقدام ته مجبور نشي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد پښتون
میلمه
احمد پښتون

امریکا ته پخپله ##### طالبانو لار ورکړه، بهانه یې ورته جوړه کړه لا یې د امریکایې انډوخر لپاره د افغان وژنې دنده روانه کړیده، همدا #### وو چې د زرګونو علماوو مشوره یې ونه منله د لسګونو زرو افغانانو په وینو جوړ امارت یې له یوه میلیونر جاسوس نه قربان کړ، هغه جاسوس یې مسلمان ونوماوه او حال داچه خپله یې هره ورځ دوه سوه مسلمانان په قتل رسول

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

د اسلامی امارت پریکړه، که چیری مخکی کيدای،دا به ډیر ښه وو.ځو اوس هم ډیر مناسب او د مسلمان اولس دزړه پریکړه ده.دوی په دي اتلسو کلونو کی،نه یوازی دا چه د جهاد او اسلام ضد خپرونی خپاره کړل،بلکه نور په عام ډول پرته له شرم او حیا،داسی زړه بوږونکی نشرات خپاره کوی چه،اسلام او انسانیت سره حیڅ اړخ نه لګوی.دوی او د دوی بادارن څنګه چه ډمان ډې، نو په نورو هم د ډمانو فکر کوی.په آخره کی وایم چه،څرنګه الله تعالی مجاهدینو ته په هره پریګړه کی بری ورنصیب ګړی،په دی پریګړه کی داسی بری ورنصیب ګړی چه… نور لوستل »

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

زه فکر کړم د طالبانو دا پریکړه ډیره حده پر ځاﺉ ده،ځکه زموژ د اوسنۍ نسل کوم چې لوﺉ سوﺉ. دا نسل په انقلاب کې لوﺉ سوﺉ. دوﺉ نه طالبان لیدلی او نه طالبانو سره اشنایان دی. دا رسنۍ دي چې د خلکو په نظر کې طالبان ملایان جاهلان او وحشیان ورکړی. چې یو سړﺉ 18 کاله د بې دینو خلکو سره تیر کړي د هغه په کور کې د باندې د اسلام په ضد خبرې اوري هغه ته به څرنګه اسلامی حکومت خبرې خوند ورکوی او هغه به څه له اسلامه خبر وی، چې له خپل کلتور او له… نور لوستل »

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

بزرگوارم من درماقبلا حرفهای سنجیده شما حرفی ندارم ولیکن اینقدر درد دل من وایر هموطنانم را نیز یکبار بشنوید همین عملیات استشهادی که به منظور رضای پرورد گار را دیان سرزمین انجام دادید نمیشد که یکبار لانه های شر وفساد را نیز هدف قرا ر میدادید (ستاره افغان) که یگانه مرکز مرزک پخش ونشر تماما فساد ها دراین سرزمین میباشد از الف تا به ی ان وکسانی که دراین گونه محافل فساد های اخلاقی و………..شرکت مینمایندیکسره مباح الدم اند چرا که اینها همه اگاهانه برضد دین وشعایر اسلامی شب وروز درفعالیت اند ودختران وپسران ما را تحت نام هنر به… نور لوستل »