افغانستان

میدان وردګ: دوه امریکايي فوځيان د طالبانو په برید کې وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د میدان وردګو ولایت اړوند د سید اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه امریکايي فوځيان د طالبانو د برید په پایله کې وژل شوي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر باندې یاد خبر تائید کړی او تر څنګ یې زیاته کړې، چې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یې هم د امریکايي او د اخلې عسکرو چاپه له ناکامۍ سره مخ کړې.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکايي سرتېرو   وژل کېدل منلي.

د قاطع ملاتړ ماموریت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوه امریکايی فوځيان نن ورځ وژل شوي.

خبرپاڼه د یادو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو د ځای او لامل په اړه هیڅ مالومات نه ځانه سره لري.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دوه امریکایي عسکر دې هیواد ته د بهرنیو چارو د وزیر «مایک پمپیو» له راتګ یوازې څو ساعته وروسته وژل کېږي، پمپيو په خپل دې سفر کې څرګنده کړه، چې هیواد یې د خپلو عسکرو ایستلو ته تابیا نیولې او هڅه کوي تر ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طیب

الحمدلله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x