د بشري حقونو سازمان: د شپنيزو عملياتو او چاپو ډېری قربانيان ملکيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل):د ګډو ځواکونو له لوري د هېواد په ګڼو برخو کې د شپنيزو عملياتو او چاپو سره دا اندېښنې مخ پر زياتېدو دي، چې د دغو عملياتو ډېری قربانيان ملکيان دي او عامو خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه رسيږي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل وايي، د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د ټولنو د راپورونو او همدارنګه د عامو خلکو له قوله يې داسې معلومات راټول کړي، چې د دولتي عسکرو او بهرنيو ځواکونو په ګډونو شپنیزو عملياتو او چاپو کې تر ډېره ملکيان په نښه کيږي.

د لعل ګل په وينا دوی د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه خپلې اندېښنې له امنيتي ادارو سره شريکې کړي، خو لا هم په دغو عملياتو او چاپو کې کمښت نه دی راغلی.

د ګډو ځواکونو شپنیز عمليات او چاپې تر ډېره په لوګر، ننګرهار، کاپيسا، ميدان وردګو، کندوز، بغلان، خوست، پکتيا، پکتيکا او نورو جنوبي ولايتونو کې ترسره کيږي.

د لوګر ولايت د برکي برک ولسوال ويس عبدالرحمزي هم رسنيو سره په خبرو کې منلې، چې د ګډو ځواکونو ډېری عمليات له دوی سره له همغږۍ پرته ترسره کيږي او ډېری قربانيان يې ملکيان دي.

د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ، د بشري حقونو ټولنه او خپلواکې رسنۍ وايي، چې د د غو عملياتو ډېری قربانيان ملکيان دي او بايد مخنیوی يې وشي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څو ورځې مخکې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او امریکايي پوځيانو له قومندان جنرال سکاټ مېلر سره په خبرو کې ويلي و، چې امریکا د سولې خبرو پر مهال خپلو عملياتو او چاپو ته زور ورکړی او د امریکا دا کارونه يې د سولې له روانې پروسې سره په ټکر کې بللي وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د