پاکستان: حکومت لال جومات ته د مولانا عبدالعزیز پر ننوتلو بندیز ولګولو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد ادارې د مشهور لال جومات اوسنی خطیب عامرصدیقي لرې او هم يې په پخواني خطیب مولانا عبدالعزیز جومات ته پر ننوتلو درې میاشتې بندیز ولګولو.د

غه پریکړه د اسلام اباد د پلازمېنې مرستیال کمیشنر حمزه شفقات او د علماو تر منځ تر اوږدې ناستې وروسته شوې وې.

څو ورځې وړاندې د جامعه حفصې پخوانی مشر مولانا عبدالعزیز او مېرمن يې ام حسام تر هغه وروسته لال جومات احاطې ته د درسونو لپاره لاړل چې دوی ته ورکړل شوې ځمکه حکومت لغوه کړه.

تر هغه وروسته انجونې د جومات تر څنګ په اتو کوټو کې ځای پر ځای شول او خپل درسونه يې شروع کړل خو پولیسو يې مخه نېول شروع کړل.

د لال جومات د پخواني خطيب مولانا عبدالعزيز مېرمن او حفصه مدرسې مشرې ام حسان، رسنيو ته ويلي وو چې سلګونه نجونې د لال جومات خوا ته مدرسه کې ديني زده‌کړې ترلاسه کوي، د جومات څنګ ته د وړو هلکانو مدرسه وه، خو د نجونو له زياتېدو سره دغه هلکان جومات ته تللي دي او دغلته يوازې نجونې سبق وايي.

د راپورونو له مخې وروسته د اسلام اباد د ادارې او جامعه حفصې د مشرانو تر منځ یو شمېر علماو منځګړتوب وکړ او پر دې پریکړه وشوه چې د جامعه حفصې استادان او شاګردان به د لال جومات دننه تر درې میاشتو پورې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي او د پلازمېنې اداره به د جامعه حفصې مدرسې ته ورکړل شوې ځمکې د لغوه کولو ستونزه حلوي څو طالبان له جوماته مدرسې ته انتقال شي.

د لال جومات اوسنی خطیب تر لرې کیدو او د ستونزې تر موقت حل وروسته پولیسو جومات یو ځل بیا د لمونځ کولو پر مخ خلاص کړی دی. لال جومات له تېرو څو ورځو راهیسې تړل شوې و.

د یادونې وړ ده چې مولانا عبدالعزیز د ۱۹۹۸-۲۰۰۴ کلونو پورې د لال جومات خطیب وو. هغه په ۲۰۰۷ز کال کې د جنرال پرویزمشرف له خوا ونیول شو خو په ۲۰۰۹ کې بېرته خوشې شو. مولانا عبدالعزیز له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ز پورې یو ځل بیا په لال مسجد کې خطابت وکړ خو وروسته پرې د حکومت له خوا بندیز ولګید.

په ۲۰۰۷ز کال کې جنرال مشرف لخوا پر دغه مدرسه په عملياتو کې سلګونه نجونې زده‌کوونکې وژل شوې وې.

هغه مهال جنرال مشرف د لال جومات او حفصې مدرسې نړول او عمليات خپله لاسته راوړنه بلله، خو وروسته يې ترې انکار کاو.

د جمعيت علماء اسلام يوه مشر مفتي کفايت الله حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د حفصه مدرسې له تنګولو لاس واخلي او په دې اړه د جنرال مشرف له اوسني حالته عبرت واخلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د