غزني: د خوږیاڼو ولسوالۍ امنیه قومندان و وژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ ۱۳۹۸): له غزني ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې نن سهار د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ امنیه قومندان په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د غزني د والي ویاند. عارف نوري رسنیو ته پیښه منلې او زیاته کړې یې ده چې د خوږیاڼو ولسوالۍ امنیه قومندان قادرشاه د غزني مرکز اړوند په البیروني شهرک سیمه کې له خپل یو تن ساتونکي سره د یوې چاودنې په ترڅ کې و وژل شو.

نوري ویلي چې د نوموړي په موټر هغه مهال چاودنه وشوه چې په کرولا ډوله شخصي موټر کې مرکز ته پرلاره وو.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې رسنیو ته ویلي چې د خوږیاڼو امنیه قومندان قادرشاه یې له خپل یوه ساتونکي سره په یوه چاودنه کې وژلی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د