د ډالر مقابل کې د کلدارې ارزښت د ریکارډ په کچه ښکته شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستاني کلدارې ارزښت د امریکايي ډالر مقابل کې د ریکارډ په کچه ښکته شوې دی.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور پر اساس نن چهارشنبه د بانکونو تر منځ یو ډالر په ۱۶۱.۵ کلدارې تبادله کېدلو چې د تېرې ورځ په پرتله د کلدارې ارزښت ۴.۵ روپۍ ښکته شوې دی. تېره ورځ د یوه ډالر نرخ ۱۵۶ روپۍ او ۹۸ پیسې و.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس پر پاکستان د وارداتي تیلو د قرضونو د ورکړې وخت هم پوره شوې دی او تجارتي سکتورنه هم د ۲۰۱۹ مالي کال تر ختمیدو وړاندې ډالر اخلي. پاکستان کې مالي کال د جون په ۳۰مه ختمیږي.

همدا راز پاکستان په مرکزي بانک کې بهرني اسعارو زخیره کې هم یواځې ۷.۶ میلیارده ډالر دي چې کفایت نه کوي.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني کلداره د روان کال د جون د ۳مې نېټې وروسته ۹ سلنه غورځېدلې ده.

د پاکستان مرکزي بانک وايي چې د کلدارې ارزښت کمېدنه له دې کبله ده چې ډیری شرکتونه ډالرو ته اړتیا لري څو د مالي کال تر ختمیدو (جون ۳۰) څخه وړاندې خپلې نړیوالې تادیې وکړي.

د ریپورت له مخې ویل کيږي چې د آی ایم ایف څخه د قرض اخیستلو یو شرط هم دا و چې د ډالر مقابل کې به د کلداې نرخ د ۱۶۰-۱۶۵ ته راښکته کیږي او د دې شرط پوره کېډو سره به یاد سازمان پاکستان ته د جولایي په ۳مه ۶ میلیارده ډالر قرض ورکړه تصویب کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د