ولسي جرګې درېیم دور ټاکنې؛ یو نوماند هم ۵۰+۱ رایې پوره نه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ ۱۳۹۸): د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ د درېیم دور په ټاکنو کې هیڅ یو کاندید ۵۰+۱ رایې ونه ګټلې.

د ولسي جرګې د ریاست د درېیم دور ټاکنې نن چهارشنبه د صدیق احمدعثماني، حاجي خان محمد وردګ، خان اغا رضايي او عبدالستار حسیني تر منځ ترسره شوې.

په نننۍ ټاکنو کې صدیق احمد عثماني ۴۰، حاجي خان محمد وردګ ۸۰، خان اغا رضايي ۷۷ او عبدالستار حسیني ۱۴ رایې ترلاسه کړې.
۲۲

رایې باطلې او ۱۴ رایې سپینې وې.

د ولسي جرګې نننی نصاب ۲۳۷ و چې د ریاست څوکۍ ګټلو لپاره ۱۱۹ رایو ته اړتیا وه.

د ولسي جرګې موقت رییس ملک قیس نوراغا د نننۍ پایلو د اعلان پر مهال وویل چې د دریو کاندیدانو له منځه به د دوه مخکښو کاندیدانو خان وردګ او خان اغا رضايي تر منځ بیا ټاکنې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د ولسي جرګې د دوهم دور ټاکنې د عبدالشکور واقف حکیمي، جاوید جیحون او میرافغان صافي تر منځ ترسره شوې.

تر هغه وړاندې د رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي تر منځ ټاکنې ترسره شوې وې خو د یو جنجالي رایې له کبله د دوهم دور ټاکنې ۴۰ ورځې وځنډیدې.

د رحماني یوه جنجالي رایې تایید یا رد ته تېره ورځ بیا ټاکنې ترسره شوې چې ۹۰ کاندیدانو د رایې په تایید او ۱۲۰ یې په رد کې خپلې رایې وکارولې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا او ديته ورته سناريوګانی په افغانستان کی د سی آی ای يو مهم اړخ دی چی عام ولس په تيره بيا ناپوه او بی علمه خلګ د جګړی ، جهاد ، آزادی او د خپلواکی له فکره ليری وساتی او پخپلو سناريوګانو يی مصروفه کړی .