ګڼ ګونديز کنفرانس: مولانا فضل الرحمن د عمران خان حکومت د نسکورولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ګڼ ګونديز کنفرانس پر مهال مولانا وړانديز کړی، چې د لومړي وزير عمران خان حکومت د نسکورولو په موخه بايد په پارلمان دننه او بهر احتجاجونه وشي.

د جمعيت علمای اسلامي په کوربه توب جوړ شوي ګڼ ګونديز کنفرانس ته د اپوزيسيون ګوندونو ډېری مشران ورغلي دي.

په دغو مشرانو کې د مسلم ليګ نواز ګوند رئيس او نواز شريف ورور شهباز شريف، د هغه مرستياله او نواز شریف لور مريم نواز، د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، يوسف رضا ګيلاني، افتاب احمد خان شېرپا او محمود خان اڅکزي په ګډون ډېر شمېر سياستوال ورغلي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، مولانا فضل الرحمن دغه ګڼ ګونديز کنفرانس ته وويل، چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت په درغليو واک ته رسېدلی، د نوي مالي کال بوديجه يې له ولس سره په دښمنۍ ولاړه ده او په هېواد کې ګراني ورځ تر بلې په زياتېدو ده،نو له همدې امله د دغه حکومت نسکورول غوره دي.

د مسلم ليګ ګوند مشر شهباز شریف هم د مولانا فضل الرحمن د څرګندونو په تاييد ويلي، چې حکومت په درغلۍ راغلی او د توکو د لوړو بيو له امله د خلکو ژوند له کړاوونو سره مخ دی او که د حکومت نسکورولو اړتيا پيدا شوه، نو نسکور به يې کړي.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي، دغه کنفرانس کې به د حکومت پر خلاف خپل راتلونکی پلان اعلان کړي، خو نوموړي تر دې وړاندې په خپلو څرګندونو کې ويلي و، د حکومت د نسکورېدو پلوي نه کوي او غوښتنه يې کړې وه، چې د  عمران خان په مشرۍ روان حکومت بايد خپله موده پوره کړي.

خو د بلوچستان عوامي ګوند مشر عطاءالله مينګل او د سراج الحق په مشرۍ جماعت اسلامي په دغه کنفرانس کې ګډون نه دی کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
8 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دغه جاهل فضل الرحمان چه ځان ته عالم وایی اودیوداسی پارټۍ مشردۍ چه ټوله بیعلمه ولی ځانونه داسلام عالمان بولی اسلام دقرآنکریم اوامردی لاکن دوی دقرآنه په تمامه معنی بیخبره دی خوعوام یی په ږیرواوسپینوکالوخطایستلی دی الله په قرآنکریم کی فرمایی :تعاون وکۍ یودبل سره په نیکۍ کی تعاون مکوۍ یودبل سره په بدۍ کی دالله وبیریږۍ الله سخت عذاب ورکوونکۍ دی (۵-المائده ۲)دغه پارټۍ اومشر یی له دی آیاته ناخبره دی اوکه منکردی دزرداری اونوازشریف غلودغلادپیسو محافظه کوی دایوداسی پارټیانی دی نه خپله په څه پوهیږی نه نوردملک ترقۍ اوعدالت ته پریږدی،الله هیڅکله درواغجن اوظالمان نه کامیابه وی عمران… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

اڅکزی صاحب.
مولانا صآحب فضل الرحمن څخه عمران خان عالم ګڼل د ستا په بی علمی او جهالت دلالت کوی،
عمران خان عالیم نه دی بلکه یو کرکټر دی.عمران خان دومره جاهل دی چه د احد غزا په اصحابو کرامو یی هم نیوکه کړی وه.
جرمنی او جاپان همسایه ملکونه بولی.
مولوی فضل الرحمن واقعی عالیم د مفتی محمود زوی دی.
محترم اڅکزی صاحب.کله چه پیاله غمیزه وهی نو تبصره مه لیکه.او د قران ایتونه ګوره چه کله کوم ځای کی باید ولوستل شی.
لږ د عمران خان او فضل الرحمن باره کی هم معلومات ولوله.هسی د خیټی بی ځایه تبصری لیکل ګناه ده،

اجمل
میلمه
اجمل

وطن خو داسی ملایانو لکه اڅکزی غوندی خراب کړ. داسی کسان بیغیر لدی چی له خپلی ګیډی نه د نورو پر ضد فتوای ورکړی نور کار نلری. کله چی همدی فضل الرحمن افغانستان کی جهاد روا بالی نو اڅکزی هغه وخت ښه خپله لکی ورته ښوروله خو اوس رحمن په عالمانو کی هم نشمیري. عجیب خلګ یاستی.

انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

اڅکزی ته.
د تبصره څخه د کمونیستانو .سیکالرانو.جاهلانو بوی ځی.ته دا راته ولیکه چه جمیعت العلامه فضل الرحمن ډلی څوک خطا ایستلی دی؟چا ته یی غلطه لاره ښودلی ده؟.فضل الرحمن ډله جید علما لری .
عمران خان د عالیم بللی حالانکه عمران خان د موسی (ع) او د عیسی (ع) فرق نشی کولای دا څرنګه عالیم دی؟
د افغانستان هم د ستاسو په شان د سیکلرانو او کمونیستانو خلکو کباړ،تباه ،برباد ،کړ
د غمی مشوره ومنه ،کله چه کوم ګیلاس پورته کوی بیا لږ ارام کوه،او بیا د ارام څخه تبصره لیکه.
او که زما منی د پیاله او غمیزه ترک کړه.

Mosa Khan
میلمه
Mosa Khan

اڅکزیه بیخي پالتو ګډ یې، رښتیا چې ####

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

زه پورته ټولوجاهلانوته لیکم ماچه دکمی سوری اوآیانمبر لیکلی دۍ که تاسی عقل لرۍ ویی ګورۍ چه زه سیکولریم اوکه تاسوجاهلان یاست ماوختی فکرکاوه چه داسی څوک به وی چه دفضل الرحمن جاهل پرخبره به غوږنسی اوس می ډیره خوابده سوه چه څونه جاهلان سته لکه ستاسوغوندي دونه تکلیف نسۍ کولای چه قرآنکریم وګری اویانه په پوهیږی مطلق جاهلان یاست،افسوس تاسوبه هم دلوی رب حضورته ور سۍ له دی عقل اوعدالت سره.

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

په پاکستان کی د حکومتونه تغیر او تبدیل هیڅ کوم مانا نه لری ځکه چی اصل ځواک د فوج په لاس کی دی. تر څو چی په پاکستان د فوج چاره و نه شی د ملکی حکومتونو قصه مفته ده. د پاکستان فوج او امنتی سکتورنه په کال کی 5 میلیارده ډالر د امریکی او د برتانیا د حکومتونو څخه تمولیږی او په ضمن کی د خلیج ملکونه هم په مفته توگه تیل او نغدی پیسی ورکوی. پاکستان په حقیقت کی یوه حجرتی یا قرارداتی قاتل ملک دی چی د هند او د افغانستان پر وڔاندی جوڔ شوی. سیاسی گوندونه… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

داسی ښی خبری وکړه یار حقیقت ووایه.

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
مولینا فضل الرحمن بهترین سیاست په مخ وړی.خپل ولس نه قتلوی.او نه ټاپی په لګوی.نه له بهر څخه اسلحی او مهمات راوړی.
نه د تریاکو تجارت کوی.راکټ هم په اوږه نه ګرځوی.حکومت سره او خپلو خلکو سره خپل اختلافات د خبری له لاری حل کوی.
دی ته وایی عالیم او سیاستمدار.
راشه که یی ګوری؟زموږ عالیم ،او زموږ مفکر ډاکتر.

عبد الله
میلمه
عبد الله

پشتین صاحب ستا خبر دپاکستان د ظالم فوج لپاره صحیح ده چی فضل الرحمن د فوج د غوشتنو مر اساس سیاست کوی. خو دده سیاست زموژ لپاره قتل دی، زموژ پر هیواد ولی د جنگ فتوا ورکوی؟ دمومن قتل خو یوازی داسی نه دی چی په پاکستان کی ناروا دی خو په افغانستان او هر زای بیگناه انسانان وژل ناروا دی. فضل الرحمن او طاهر اشرفی زه اصل کی د کفارو ملگری بولم زکه دغه د اشغالگرو قطارونه خو پر پاکستان راغلل او پر دغه لار تلل دا ولی په افغاستان کی یوازی فتوا د سوزولو ورکوی هلته هم دغه… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

عبدالله جانه وروره سلامونه.
د ستا خبره بیلکل صحی ده.څو میاشتی مخکی مولوی صاحب له امریکا غږ رادیو سره په پښتو مرکه وکړه.او د افغانستان جنګ یی ورور وژنه،پښتون وژنه وبلله ،او دا ځانمرګی یی هم حرام وبلل.
افغان ولس یی روغه جوړه ته سره را وبلل.کیدای
مولینا فضل الرحمن د خپلوخلکو لپاره ښه دی.اقلا فتوا ګانی ټاپه خو نه په لګوی.