ميډل ايسټ ای: مصري چارواکو له وفات مخکې مرسي په مرګ ګواښلی و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د برتانيې ميډل ايسټ ای ويب پاڼې ليکلي، لوپوړو مصري چارواکو د مصر پخواني ولسمشر محمد ‏مرسي او د اخوان المسلمين نورو بندي مشرانو ته ګواښ کړی و، که په لنډه موده کې يې خپل تنظيم منحل نه کړ، له نه جبرانېدونکو پېښو سره به ‏مخ شي.‏‎

‎د ميډل ايسټ په راپور کې راغلي: مصري چارواکو د اخوان المسلمين بندي مشرانو ته د روژې تر پایه وخت ورکړی و، چې خپل ګوند منحل اعلان ‏کړي، خو محمد مرسي له خپل وفاته څو ورځې وړاندې هم د حکومت ګواښ او وړانديز رد کړی و.‏

راپور زياتوي، چې دغه غوښتنه د ولسمشر عبدالفتاح السيسي نږدې چارواکو په يوه پاڼه کې د اخوان المسملين مشرانو ته له ګواښ سره وړاندې ‏کړی و.‏

ميډل ايسټ وايي، د مصري بنديانو ژوند ته د پېښېدونکي خطر له امله يې په تېره روژه کې دا راپور خپور نه کړ.‏

د ميډل ايسټ په وينا د حکومت له لوري په ليکل شوي څېړنيز راپور کې راغلي: اخوان المسلمين د عبدالفتاح السيسي په مشرۍ د ۲۰۱۳ کال له ‏کودتا وروسته داسې ماتې خوړلې، چې د پخواني ولسمشر جمال عبدالناصر د واکمنۍ پر مهال یې هم نه وه خوړلې او دغه ګوند اوس د دې توان نه ‏لري، چې حکومت ته ګواښ متوجه کړي، خو ستونزه دا ده، چې د اخوان المسلمين او نورو مخالفو ګوندونو شپېته زره مشران او غړي د حکومت په ‏زندانونو کې پراته دي.‏

د حکومت له لوري په ورکړل شوي مهلت کې ويل شوي و، که د اخوان المسلمين مشرانو تر راتلونکو درې کلونو په تدريجي توګه خپل ګوند منحل ‏اعلان کړ او له سياسي فعاليته يې لاس واخيست د ديني چارو او دعوت په برخه کې به ازادي ورکړل شي، خو که دا وړانديز يې رد کړ، د اخوان ‏المسلمين مشران به له داسې خطرناکو پایلو سره مخ شي، چې دوی به يې تصور هم نه وي کړی او په دغو ګواښونو کې د مرګ خبرې هم ورته ‏شوې وې.‏

د ميډل ايسټ د راپور له مخې مصري چارواکو محمد مرسي په دې اړه تر سختو فشارونو لاندې نيولی و، نوموړی په انفرادي زندان کې و، له ‏درملو، صحي خوړو، مدافع وکيلانو او خپلو ملګرو سره له هر ډول اړيکو محروم و، خو بيا هم د حکومت فشارونو ته تسليم نه شو.‏

راپور زياتوي، مرسي د حکومت هر ډول وړانديزونه او فشارونه رد کړل او د اخوان تنظيم له منحلېدو يې په دې انکار کاو، چې دی د ګوند مشر نه ‏دی او د دې واک نه لري. په عين حال کې د اخوان نورو مشرانو په دې موضوع له خبرو انکار کاوه او همدارنګه يې د حکومت هغه وړانديز هم رد ‏کړی و چې مرسي ته رئيس ونه وايي. د ګوند مشرانو ويلي و، چې د رئيس په توګه د مرسي يادول له هغه سره تړاو لري نه له دوی سره.‏

محمد مرسي د کودتا له منلو او د خپل مشروعيت له تېرېدو انکاري وو او ټينګار يې کاو، چې دی لا هم د ټولو مصريانو منتخب ولسمسشر دی.‏

ميډل ايسټ د باوري سرچينو په حواله ليکلي، محمد مرسي د خپل انکار له امله وژل شوی او د اخوان المسلمين نور مشران هم د مرګ له ګواښ ‏سره مخ دي.‏

د اخوان المسلمين غړي په هېواد کې دننه او بهر دا اندېښنه لري، چې مشران به يې د حکومت له لوري په يوه او بله بهانه ووژل شي او تر محمد ‏مرسي مخکې د ولسمشريزو ټاکنو پخوانی نوماند خیرت الشاطر او د اخوان مشر لارښود محمد بديع هم د حکومت وړاندیز او فشارونه رد کړي وو، ‏چې په زندان کې يې ساه ورکړه.‏

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Ahmed
میلمه
Ahmed

الله ج
له هر ظالم سره ده حساب لپاره کافی ده
هر نوعه ظلم پور لری
کوونکی به ئ لوړه بېه ورکړی
ا

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

العزم یجمعناء.
Together we will prevails.
په یوالی کی مو بریالتوب دی.
په غیر د سعودیانو څخه د سیسی حکومت یوه ورځ هم دوام نه شی کولی.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

السیسی خبیث د مور له خوا یهودی او د مراکش څخه یی مور د السیسی زوی سره چه هغه وخت د تنکی ځوانی وخت کی وو راوړل شو دا چه السیسی ښه استعداد درلود یهودانو د همدی ورځی د پاره چه په راتلونکی کی د مصر مشر یی وټاکی یعنی مصر چه د اسراییلو په څنګ کی قرار لری فتح او د سعودی ، اماراتو ، عمان و کویت ، قطر سوریه ، اردن عراق او بحرین له فتح کولو وروسته د اسراییلو د پاره په منځنی ختیځ کی بله اضلاع متحده جوړه او د مسلمانانو د دواړو قبلو په… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

د اخوان المسلمین ګوند په کلنو کلنو د اولس په منځ کې کار وکه ، له غریبانو سره به یې مرستې کولې تر څو چې انتخابات یې وګټل او مرحوم مسري د اول ځل لپاره د اخوا ن المسلمین د ګوند مشر د مصر رئیس جمهور شه ! د مسري او ګوند یې دغه بریا د مرتجعینو ، دغربي دیموکراتانو او په اسلامي ممالکوکې د دیموکراتي د ډنډوره چیانو او عناصرو په ستر ګو کې لوی ازغی شه او د دسیسو په لړ یې شروع وکړه او بیا یې د سعودي او اسرائیلو په مرستو او مالي مرستې سره په… نور لوستل »

محمد خالد
میلمه
محمد خالد

بنام الله قدیر وتوانا به انانیکه راه مرسی سید فطب حسن البنا حنزله ویایر شهدای راه اسلام را تعقیب ویگانه را ه نجات خود مردم ومیهن خودرا درپرتو جهاد مقدس جستجو مینمایند ودربرابر فرعونیان زمان یهودی ها نصرانی سیکولاریستها سینه های خودرا سپر ساخته اند وشهادت را دراین راه برهر چیز ترجیع میدهند .اگاه باشید که خداوند منان هیج عمل احسن شمارا ضایع نمی نماید (انالله لایضیع اجرالمومنین) وخداوند قدیر هر قطره خون وهر مشکلات که از طرف عناصر کفری وغلامان حلقه بگوش انها (السیسی اسد ترامپ………) بالای شما میاورد اگاه باشید که خداوند انتقام شما را میگیرد(والله عزیزذوانتقام). وسخنم… نور لوستل »