مصر کې د يوه افسر په ګډون نهه پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د مصر په سينا ولايت کې د يوه افسر په ګډون نهه پوځيان وژل شوي دي.

عربي رسنۍ وايي، د سينا ولايت په العریش سيمه کې وسله والو بریدګرو پوځيانو ته څو کمينونه ورکړي، چې په ترڅ کې يې نهه پوځيان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د مصر د کورنيو چارو وزارت وایي، د امنيتي ځواکونو په ځوابي برید کې اووه بریدګر هم وژل شوي، خو ځينو سرچينو بيا رسنيو ته ويلي، چې د پوځيانو په برید کې درې  ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

له تېرو نږدې شپږ کلونو راهيسې په سينا ولايت کې وخت پر وخت پر مصري پوځيانو او پولیسو بریدونه کيږي، خو د ۲۰۱۸ کال له پيله مصري پوځيانو په سينا کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات پيل کړي او د تېرو څو کلونو راهيسې په دغو نښتو کې د ګڼ شمېر وسله والو سربېره سلګونه پوځيان او پوليس هم وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

هغه جهاد چه د مصر مجاهدینو لمړی کړی وی له ډیرو بی ځایه تلغاتو وروسته یی شروع کړو ، لمړی یی د اسلام سره د ګلبدین په شان دموکراسی ګډه یعنی دموکراتیکی ټاکنی یی ترسره کړی چه د دیموکراسي د نظم نوین جهانی له خوا به خونړی کودتا بدرګه شوی او مشر یی هم له اوو کلو زندان او شکنچو تیرولو وروسته په شهادت ورسید.
وایی، ماهی چه هر وخت له اوبو راوباسی تازه وی ، اوس هم ناوخته نه دی په دی شرط چه بیا ورسره دموکراسی شریکه نه کړی