مایک پمپیو

پومپيو: د افغانستان سوله او ثبات د ولسمشر ټرمپ لومړيتوب دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ویلي، چې د افغانستان سوله او ثبات د ولسمشر ټرمپ لومړيتوب دی.

مايک پومپيو تېره ورځ په کابل کې له څو ساعته تېرولو وروسته نن د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي کې له خپل هندي سيال اس جي شنکر سره له ناستې وروسته خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال د دوه اړخيزو اړيکو سربېره پر افغان سولې هم خبرې کړي دي.

نوموړي له خپل هندي سيال سره د خبرو پر مهال ټينګار وکړ، چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغان سولې او پخلاينې لپاره هلې ځلې کوي، تر څو په افغانستان کې روان تاوتريخوالی پای ته ورسيږي او امریکا ته پېښېدونکي خطرونه هم له منځه ولاړ شي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير تېره ورځ د څو ساعتونو لپاره په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی و او وروسته رسنيو ته وویل شول، چې مايک پومپيو د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره په قطر کې د امریکا او طالبانو د خبرو جزيات شريک کړي دي.

نوموړي ويلي، دی هيله‌من دی، چې د راتلونکي سپتمبر څخه مخکې له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

جاهلو امريکايانو اوس پوه سولاست چی له افغانانو جګړه نشی ګټلای ، که مو په ياد وی ۱۸ کاله مخکی هم د همدی بهادرو افغانانو بهادر مشر درته وويل چی ځانونه به خراب کړی خو دا جګړه به ونه ګټی .
پام چی بيا د کوم جاهله عمل اراده ونکړی !