غزل؛ پيرمحمد کاروان

پير محمد کاروان

پاچا پرېوته له شرنګه په دې ښار کې

لاره ورکه له ملنګه په دې ښار کې

خړ دېوان په سړکونو کې ولاړ دي
د ژوندون ښاپېرۍ تنګه په دې ښار کې

په سرو سپینو سره او سپین خلک خرڅېږي
کاروبار دې جوړ دی رنګه په دې ښار کې

وي وړه بلا خو وایي به چې خورم دې
آژدها بلا ده لنګه په دې ښار کې

توبه خدایه څه یې نه سړي سړي کړل
شې تباه د جنګ فرهنګه په دې ښار کې

ځانځاني نو نوره توره وي که سپینه
د یارانو جمع ړنګه په دې ښار کې

کړې باروتو د خوشبو په تور شهیدې
هم کشماله هم لَوَنګه په دې ښار کې

دا بدرنګ جنګ پسې واخله پسې راشه
د ډول ډنګه ډنګه ډنګه په دې ښار کې

یوه تږي په سرو سترګو ژړل وې یې
زیاتي موړ یمه له جنګه په دې ښار کې

د رڼو اوبو زرغون سرود دې راوړي
که چا ولیده اوبرنګه په دې ښار کې

رحماني نغمو ته غوږ کېږده کاروانه
شې به خلاص د زړه له زنګه په دې ښار کې

۵ سرطان ۱۳۹۸ کابل

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د