خلیلي: اسلامي امارت د منلو وړ نه دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د سولې عالي شورا مشر او د حزب وحدت ګوند رئیس «عبدالکریم خلیلي» چې تازه له پاکستان څخه راستون شوی وایي، اسلامي امارت د افغانستان نوي نسل ته د منلو وړ نه دی.

خلیلي چې د خپل  ګوند پلویانو ته یې په کابل کې خبرې کولې وویل، نه دا شونې ده چې اوسنی حکومت دې طالبانو ته تسلیم شي او نه هم دا ممکنه ده چې طالبان دې د اوسني حکومت په وړاندې وسله په ځمکه کېږدي او پورته دواړه کړنې د سولې نه بلکې د یوې  تسلیمۍ کړنې دي.

خلیلي زیاته کړه « د افغانستان نوي نسل ته اسلامي امارت د منلو وړ نه دی او نه هم کېدلای شي امارت د راتلونکي نظام په حیث ومنل شي، د سولې په پروسه کې په اسلامي امارت موافقه کول د تسلیمی یو ډول دی».

د خلیلي په خبره، نوموړی په کورنیو او نړیوالو لورو غږ کوي څو د سولې په پروسه کې خپلې هڅې ونه سپموي او یوې داسې سولې ته ځان ورسوي چې هر افغان ته د منلو وړ وي.

د ګډ حکومت د سولې عالي شورا مشر داسې مهال له اسلامي امارت سره حساسیت ښيي، چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ اووم پرېکنده پړاو مذاکراتو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې او تر ډېره په یاد پړاو مذاکراتو کې افغانان له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو نېټې ته سترګې په لار دي.

طالبانو له امریکايي لوري سره د مخامخ مذاکراتو د پیل له ورځې په بیا، بیا ټینګار کړی، چې له امریکایي لوري سره یوازې د هغوی په وتلو بحث کوي او د راتلونکي نظام د څرنګوالي په ګډون د افغانانو په هیڅ کورنۍ مسئله کې هغوی ته د خبرو کولو حق نه روکوي.

د طالبانو له قوله، دوی به داسې نظام جوړوي، چې هر افغان ته د منلو وي او د ټولې هره طبقه خپل ځان پکې وګوري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

د سپی په خوله د سيند اوبه نه مرداريژي

جميل
میلمه
جميل

خليلی ! باداره امريکا دی اسلامی امارت ته په سلامی شوه ، بل داچی يو مسلمان ته نه ښايی چی د اسلامی نظام او يا د اسلامی امارت سره ضديت وښيی ، دا بايد يرغلګر کفار لدی نه حسايت وښيی نه په ږيره او لونګی ولاړ .

محمد
میلمه
محمد

کله مسلمان ؤ دی خو هغه دی چې امریکایانو ته یی د مسلمانانو مرکزونه ورښوول — دی هغه د پخوا خیال کوي چې بیا به امریکایان دده ساتنه کوئ — دا ملعونین بیا یو کش غواړی لږ وخت پاته دي — فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ——————- سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ

اجمل
میلمه
اجمل

جمیل صیب خبره دی درسته ده خو د طالبانو اسلامی امارت تجربه شوی دی. ته ووایه خلکو ته یی څه ورکړل، لوژه، قحطی، جهالت، مرض او غربت. مونږ خو له هغه امارت نه نور څه ونلیدل. صرف نسبی امنیت وو خو د برچی په زور. خو خلیلی ته هم نښایی چی داسی بی منطقه خبره وکړی. والسلام

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : اویا کلن غلام خلیلی د اسلامی امارت د منلو د پاره نوی نسل بهانه کوی. چه نه یی منی.
دوهم : که امریکا او ناتو یعنی نظم نوین جهانی ته (نوی نسل وایی چه ع او غ یی دواړه ریسان او خلیلی یی د سولی د شوری ریس؟

افغان ولس
میلمه
افغان ولس

د ولس ریښتونی اصلی استازی او اصیل بچیان علماء کرام دی چی د ولس وطن او ناموس دفاع یی د خپل سر وینو هډوکو او مال په بیه کړیده او کوی یی. په بل طرف کی د ولس وطن او ناموس پلورونکی هیڅکله او په هیڅ وجه د هیواد او ولس نمایندګی نشی کولی دوی په ولس او وطن کی د یو قدم او یوی لویشتی د ارام ځای نلری نو بیا په کومه خوله د ولس د نوی او زوړ نسل د استازیتوب خبری کوی. افغان ولس له دوی څحه کرکه لری. افغان ولس په دین اسلام او وطن… نور لوستل »

جمال خان
میلمه
جمال خان

ټولو مسلمانانو تہ پہ ښکارہ معلومہ دہ چہ شیعہ پہ نامہ ډلہ چا جوړ‎ہ کړ‎ہ(یو یہودی) او د سہ د پارہ جوړ‎ہ شوہ؟( چہ د اسلام پہ نامہ کفر تہ کار وکړ‎ی) نو چہ دا حقیقت دی نو یو مشرک چہ پہ زان یی شیعہ مسلم نوم ایښی څنگہ بہ اسلام نظام او اسلام امارت ومنی۔ لعنت الله علل مشرکین، منافقین، کاذبین …….

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

کاروان تیریژي سپي غپیژي

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دانده ممکنه چه هرافغان ته دمنلونظام جوړسی په افغانستان کی سیکولرموجود دی په افغانستان کی کمونسټ لادینه موجوددی چه دانسانی اواسلامی قانون دښمنان دی دوی لکه حیوانان دنفسی خواهشاتو پیروان دی په افغانستان کښی بایداسلامی اوبشری قانون طتبیق اوپه عمل کی پلۍ سی نه دکفارو قانون.