قریشي: د امریکا او ایران شخړه په افغانستان هم اغېز پرېباسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۴چنګاښ، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې امریکا له ایران سره د شخړو په دوام په دې هیواد نوي بندیزونه لګولي، د پاکستان د بهرنیو چارو  وزیر وايي، افغانستان به ددې شخړې له اغېزو خوندي پاتې نه شي.

شاه محمود قریشي چې په اسلام اباد کې یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل « امریکا او ایران باید په متقابلو اړیکو کې له احتیاط څخه کار واخلي او که تر منځ یې شخړه وغځېږي د یوه ګاونډي هیواد په حیث به یې افغانستان هم له اغېزو خوندي پاتې نشي».

قریشي زیاته کړه « فکر نه کوم په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا کړکېچ د سیمې په ګټه وي نو ځکه پاکستان هیله لري څو یاده شخړه د خبرو او مذاکرې له لارې حل شي».

قریشي همدا راز، له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل یقیني وبلل او هیله يې څرګنده کړه چې ټرمپ به به افغانستان کې خپلې وروستۍ لاسته راوړنې له منځه نه وړي.

قریشي داسې مهال په افغانستان باندې د امریکا او ایران د کړکېچ له اغېزې خبر ورکوي چې د یادو هیوادونو تر منځ په دې وروستیو کې اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او د ایران د مذهبي مشر په ګډون ټول هیواد له امریکايي بندیزونو کړېږي.

څه موده وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو، که امریکا د ایران په مقابل کې خپله رویه بدله نکړي ایران به په منځني ختیځ کې ددې هیواد هیلې له خاورو سره خاورې کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د قريشی دا خبره بيا د دی څرګندونه کوی چی د ايران امريکا په جګړه کی به هم د امريکا غلامی کوی چی ځان وساتی .
د مشر ملا محمد عمرمجاهد (رح) خبره چی د نظام په آخرو کی و پاکستانی استازی ته د هغه د بيری د اظهار په اړه چی امريکا ډيره زوروره راځی او نظام به مو درونړوی ، ورته وويل چی تاسی خپل نظام وساتی که ستاسو نظام ونړيدی بيايی نشی جوړولای ، مونږ به يی بيا جوړ کړو اِن شاءالله .
د مولانا بجلی ګر(رح) خبره چی ويل يی چی سر ټيټ کړه او چړچی وکړه .