
ولسمشرغني څلور نیم کال پس اسلام اباد ته ولاړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه ۶ چنګاښ ۱۳۹۸ل): ولسمشر غني د یو شمېر وزیرانو، مشاورینو او سوداګرو په مشرۍ نن پنجشنبه اسلام اباد ته ورسېد.
هغه د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه په دوه ورځېني سفر پاکستان ته تللی دی.
د ۲۰۱۴ز کال وروسته د ولسمشر غني دا درېیم رسمي سفر دی چې پاکستان ته یې کوي. هغه وروستي ځل څلور نیم کاله وړاندې د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته سفر کړی و.
ښاغلی غني به په دغه دوه ورځېني سفر کې د پاکستان مشهور ښار لاهور ته هم لاړ شي او په یو سوداګریز فورم کې به شرکت وکړي.
د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼې لیکلي چې ولسمشر غني به په دغه سفر کې د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او سولې په اړه له پاکستاني مقاماتو سره هر اړخیز بحثونه ولري.
ښاغلي غني د روان کال په پیل کې پاکستان د افغانستان په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن کړی و. هغه ویلي وو چې په افغانستان کې د جګړې اساسي لامل اسلام اباد راولپنډي او د کوټې ښارونه دي.
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ لسګونه افغان چارواکو هم پاکستان ته سفر کړی و او د پنجاب په مري کې یې د سولې په یوه کنفرانس کې برخه اخیستې وه.