جانان خدرخېل

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

لالیه نۀ یې د یوې خبرې
ماته افسوس راځي په دې خبرې

په وړه ژبه راته وکړه کنه
لکه توتي وړې وړې خبرې

تا وې ارمان به مې د غېږې درشي
ارمان مې وکړ د هغې خبرې

خدایه دا څۀ ډول لالی دې راکړ
دا شخې سترګې او دا مړې خبرې

قسم په خدای چې حیران کړی دې یم
په خامه خولۀ دومره پخې خبرې

مړه! راځه کنه را غاړې وځه
مړه! تۀ پرېږده د توبې خبرې

تۀ دا زموږ چاودلي زړونه ګوره
او د پاچا دغه اوږدې خبرې

په تا مئین یم خبریالې نجلۍ
زما دې خوښې دي پستې خبرې

پرېږده د جنګ دغه ترخې خبرې
راځه چې وکړو لږ خوږې خبرې

د نورو خلکو فلسفې پرپړې
خو د ملا صاحب دوه درې خبرې

په شونډو هر ساعت را کاږه ژبه
کوه همدغسې لمدې خبرې

ما دې وا نۀ ؤرېدې د خولې خبرې
خو ستا له سترګو وَرېدې خبرې

د “خدرخېل” په زړۀ کې اور بلېږي
خود به کوي لمبې لمبې خبرې

ــــــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۸/۳/۳

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د