افغانستان: ترافیکي پېښې تر چاودنو ډیر افغانان وژني

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ۶ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزرات په هیواد کې د مخ په زیاتېدونکو ترافیکي پېښو په تړاو  خواشینې څرګنده کړې.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیالې «ماموسی زیور» تېره ورځ په کابل کې یوې ناستې ته د خبرو په مهال وویل « په افغانستان کې مخ  په زیاتېدو ترافیکي پېښې د اندېښنې وړ دی او د سلګونو افغانانو ژوند اخلي، پرته له شک ترافیکي پېښې تر ځانمرکو بریدونو او چاودنو ډېر افغانان وژني».

زیور زیاته کړه « په تېرو شپږو میاشتو کې څلور زره ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۳۲۲ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زرو نورو درانه زخمونه وړي».

په ورته وخت کې، د کابل د ترافیکي پېښو د ریاست مشر «عبداللطیف خیرخواه» وايي، په ګڼ مېشتو سیمو کې د ترافیکو کنټرول، د ترافیکي پېښو په تړاو د عامه پوهاوي د کچې لوړول او د ترافیکي پېښو د عواملو ژوره څېړنه هغه څه دي چې د نوموړي اداره پکې ښې لاسته راوړنې لري.

ترافیکي پېښې که څه هم په ښارونو کې ډېرې نه رامنځته کېږي، خو مسافر وړونکي موټرونه تل ددې ډول پېښو سره ښکار کېږي.

خرابې لارې، موټرونه تر نورمال کچې په لوړ سرعت ځغلول او د مسافر وړونکو موټرو د چلوونکو له لوري د نشه یې توکو استعمال هغه څه دي چې په هیواد کې يې د ترافیکي پېښو کچه لوړه کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د