روسیه، امریکا او چین راتلونکې میاشت د افغان سولې په تړاو غږېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ۶ چنګاښ ۱۳۹۸ل): تمه ده د روسیې، چین او متحده ایالاتو ځانګړي استازي راتلونکې میاشت د افغانستان د سولې په تړاو درې اړخیزه غونډه راوبولي.

روسي رسنۍ «ټاس» د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر د ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» له قوله لیکلي « دا ځل ناسته یو څه پراخه شوې، په روسیې، چین او امریکا سربېره به د پاکستان او ایران ځانګړي استازي هم د راتلونکې ناستې ګډونوال وي».

کابلوف که څه هم یاده نکړه چې غونډه به په کوم هیواد کې رابلل کېږي او د خبرو تر ټولو مهمه موضوع به یې څه وي خو د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې هم چین، امریکا او روسیه په مسکو کې جرګه شوي وو او د یوې مشترکې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو یې په څو ټکو موافقه کړې وه.

د اپریل په ناسته کې درې واړه هیوادونه دې پریکړې ته رسېدلي وو چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه ووزي او بین الافغاني مذاکرات هر څومره ژر چې ممکنه وي ترسره شي.

روسیه، چین او امریکا داسې مهال د افغان سولې په تړاو غونډې ته لاره څاري، چې د طالب او امریکایي لوري تر منځ اووم پړاو مذاکرات د پیل په درشل کې دي او تمه کېږي په یاد دور مذاکراتو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع وروستۍ شي.

امریکایي چارواکو هم له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وتلو خبر ورکړي، وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی وو او هلته یې څرګنده کړې وه، چې متحده ایالات تیار دي له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او هڅه کوي تر ټاکنو وړاندې سولې ته ورسېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د