
اسلام اباد ته د اشرف غني سفر؛ هيلې او اندېښنې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه ۶ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني له شاوخوا څلور نیم کالو انکار او ترينګلو اړيکو وروسته له يو شمېر هيلو او امېدونو سره پاکستان ته رسېدلی دی.
په تېرو څو مياشتو کې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان، د متحده عربي اماراتو وليعهد محمد بن زايد او تېره اونۍ د قطر امیر شيخ تميم بن حمد، چې اسلام اباد ته تللی و، لومړی وزير او ټول لوړپوړي چارواکي يې هوايي ډګر ته هرکلی ته ورغلي وو او لومړي وزير عمران خان يې موټر چلوونکی و، خو د اشرف غني هرکلي ته د سوداګرۍ په چارو کې د لومړي وزير سلاکار عبدالرزاق داود ورغلی و.
له دغه هرکلي هم اسلام اباد ته د غني د سفر اهميت معلومولی شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند هارون چخانسوري وايي، ولسمشر به له پاکستاني چارواکو سره د سيمه ييز اتصال، سوداګرۍ او پانګونې سربېره د سولې او امنيت په موضوعاتو خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، چې ولسمشر غني به اسلام اباد کې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي او لومړي وزير عمران خان سره وګوري.
د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل وايي، افغان او پاکستاني چارواکي به په سياسي، اقتصادي او امنيتي چارو او د دواړو هېوادونو د ولسونو د اړيکو په زياتولو بحثونه وکړي.
خو يو شمېر کارپوهان وايي، چې اشرف غني به له پاکستاني چارواکو سره د پولې مديريت، د سولې خبرو او هر هېواد پر خپله خاوره د وسله والو ډلو د شتون په اړه خبرې وکړي.
د سياسي چارو کارپوه سمیع يوسفزی وايي، اسلام اباد ته به د افغان ولسمشر له سفر سره د دواړو هېوادونو په اړيکو کې کوم بدلون رانشی؛ ځکه چې دغه سفر په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د کابل او واشنګټن اړيکې ترينګلې دي او افغان حکومت ځان اړ بولي، چې سيمه کې خپل ملاتړي راپيدا کړي.
د سياسي او نړیوالو چارو بل کارپوه ذاکر جلالي هم وايي، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت په سيمهييزه او نړيواله کچه کې خپل باور بایللی او ټوله اتکا يې پر امریکا وه او اوس په داسې حال کې اسلام اباد ته روان دی، چې له امریکا سره يې هم په اړيکو کې سوړوالی راغلی دی.
د کابل پوهنتون استاد او کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند بيا وايي، چې اسلام اباد ته د اشرف غني سفر يوازينۍ موخه په راتلونکو ټاکنو کې د پاکستان ملاتړ ترلاسه کول دي او کومه نوې لاسته راوړنه به ونه لري.
د کابل پوهنتون استاد او «مسير» ورځپاڼې مسؤول مدير اسد وحيدي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې د ولسمشريز ټاکنو له رانږدې پرته د کابل او اسلام اباد په اړيکو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
خو د افغان چارو پاکستانی کارپوه او ژورنالیست رحيم الله يوسفزی بیا اسلام اباد ته د اشرف غني سفر اړین بولي او په وينا يې افغان ولسمشر څو ځله د پاکستان له لوري د ورتګ بلنه رد کړې وه اوس داسې ښکاري، چې د کابل او اسلام اباد اړيکې په رغېدو دي.
اشرف غني په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په کندهار کې د پاکستان پر وسله والو مخالفو بلوڅانو باندې بريدونه او چاودنې زياتې شوي دي.
له تېرو څو کلونو راهيسې د کابل او اسلام اباد اړيکې تر ډېره په بدګومانۍ او بې باورۍ ولاړې دي او دواړه حکومتونه یو بل پر مداخلو او لاسوهنو تورنوي.
د افغان او پاکستاني طالبانو، سربېره، بلوڅ بېلتونپال او هند د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو خرابوالي لامل دي.
پاکستان تور لګوي، چې افغان حکومت پاکستاني طالبانو، بلوڅانو او هندي استخباراتو ته پر خپله خاوره ځای ورکړی، خو په مقابل کې يې افغان حکومت تور لګوي، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او د پاکستان له خاورې خپل بریدونه او چاودنې رهبري کوي.
ژورناليست او ليکوال عصمت قانع ويلي، اشرف غني د اسلام اباد لپاره پاکستاني طالبان او بېلتونپال بلوڅان وژلي او له پاکستان سره يې د غني اړيکې د بلوڅانو او د پښتنو ژغورنې غورځنګ د پلورلو په بدل کې بللي دي.
زما په اند دغني سفر له کمپايني موخو پرته بل څه نه دي
سلامونه ، ستاسو ليکنې او د فيج عام معلومات راته په عمومي صفحه نه راځي ؟ هيله ده ستونزه کړى
د خیالی دهلیزونو له وجی افغان ولس تر پوزی راغلی په بلخ او فراه کی بزګرو هندواڼی په سړکونو کی توی کړی او د ټول کال خواری یی دهلیزونو وخوړه.
د سولی سبوتاژ لپاره باید منډی ترړی بندی شی او په افغان نور رحم وشی د اشعالګرو لپاره باید په محکم هوایی دهلیز باندی کار وشی تر څو د افغان په تاریخ کی په زرینو کرښو ستا نوم ولیکل شی.