خلیلي: د پارلمان زیاته برخه استازي د رايو په اساس نه دي راغلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ۶ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د سولې عالي شورا مشر او د وحدت ملي ګوند رئیس « عبدالکریم خلیلي» وایي، د اوسني پارلمان زیاته برخه استازي پرته له دې چې رایې پوره کړي په دولت کې د حاکمې کړۍ په مټ تر پارلمانه رسېدلي.

خلیلي چې تېره ورځ یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « د پارلمان غوښنه برخه استازي د افغانستان د خلګو په رایه نه، بلکې د حکومت دننه د یوې تصمیم نیوونکې کړۍ په مټ تر پارلمانه رسېدلی».

خلیلي زیاته کړه « د ولسي جرګې تېر دور ټاکنې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ رسوايي وه او یوازې د ګوتو په شمېر ولایتونو کې کاندیدان د خپلو رایو په واسطه پارلمان ته ولاړل».

د خلیلي په خبره، نوموړی د خپلې دې ادعا د ثبوت لپاره کافي اندازه شواهد او اسناد لري « زه د خپلې ادعا لپاره اسناد لرم، هغوی خپله ماته راغلل او ویې ویل که چېرې زموږ شرطونو ته غاړه اېښودلای شي، ستاسو د خوښې وړ کاندیدان به پارلمان ته ورسوو».

د ولسي جرګې تېر دور ټاکنې چې د خپل ډول تر ټولو اوږدې او له فساد ډکې ټاکنې وې، په  تړاو یې څارونکو له پیله شکونه درلودل، په ارګ کې د اشرف غني ځانګړي سلاکار «حبیب الله احمدزي» څه موده وړاندې یاده کړې وه، چې ښځینه استازو د جنسي رشوت په بدل کې پارلمان ته لاره موندلې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه
عبد الله

بلی دیکه شک نسته چی تاکنو کی درغلی سته.
خو داسی پاکی تاکنی هم نه غوارو چی د غزنی د دیارلس ولسوالیوخخه هیخ پشتون کامیاب نشی او تول وکیلان دی د دوه هزاره میشتو ولسوالیو خخه وی.
خلیلی هغه ته پاکی او منظمی تاکنی وایی.