پوهان: د فیسبوک له پوسټونو د بې شمېره ناروغیو پیژندل ممکن دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): نړۍ کې په روزمره ډول له اوه کسانو څخه یې یو فیسبوک کاروي، همدا ډول د ټولنیزو رسنیو استعمال له نور انترنیت څخه درې چنده زیات او چټک استعمالیږي.

پر «فیسبوک» چې کاروونکي هر څه پوسټ کوي او یا کوم ډول عکسونه خپروي که چیرې یې په غور څیړنه وشي له دې لیکلو څخه د بېلا بېلو ناروغیو لکه شکر، ذهني فشار، د وینې فشار او خپګان پيژندل ممکن دي.

د ساینس عامه کتابتون (PLOS) په ژورنال کې یو راپور خپور شوی چې ویل شوي د فیسبوک پوسټونو له لارې پوهان کولای شي د کاروونکي ۲۱ ناروغۍ په نښه کړي.

په دغه راپور ویل شوي چې د «۹۹۹» کسانو څخه د فیسبوک ټول پوسټونه او ددوی طبي ریکارډ وغوښتل شو چې په کې پوهانو د ۲۰ ملیونه الفاظو بیاکتنه وکړه، او هر هغه الفاظ او جملې چې دوی لیکلې وې په تفصیل سره وکتلې او بیا یې د طبي ریکارډ او د ناروغیو نوعونو سره د جوړولو کوښښ وکړ.

ددې راپور مشر لیکونکی «اینډریو شوارټز» وایي چې ژبې او الفاظو استعمالولو ته په کتلو دا وړاندیز کیدلای شي چې د نوموړي پوسټونه د کومې ناروغۍ سره تړاو لري، دغه لاره کولای شي د انسان نفسیاتي او ذهني ستونزې په ښه ډول وڅيړي.

کاروونکي چې پر فیسبوک کومه ژبه کاروي، کوم احساسات او نظرونه خپروي یا کومې موضوعګانې څیړي ډاکټرانو سره په ناروغۍ لکه تشویش او خپګان په تشخیصولو کې مرسته کوي.

د فیسبوک کاروونکی چې څه لیکي او خپروي له دې څخه څرګندیږي چې په کوم ډول ناروغۍ اخته دی، دوی وایي که کوم کس په پوسټونو کې «بوتل» یا «څښل» ډير یادوي؛ یا خو دغه کس په شرابو څښلو عادي دی او یا هم ددې څښلو ته لیوالتیا لري.

همدغه ډول که کوم کس پر فیسبوک د سختو الفاظو کارونه کوي او له دې څخه یې دښمنې څرګندیږي دغه کس پر سګریټو اخته دی او یا یې هم ذهني توازن سم نه دی.

پر فیسبوک زیاتره خلک د خپل ژوند احساسات او نظرونه شریکوي چې ددوی د ذهني یا فزیکي حالاتو په پيژندلو کې مرسته کوي، پوهان وایي چې ګیله من ډوله پوسټونه د انسان د ذهني فشار یا خپګان څرګندوی کوي.

له بل اړخه پوهانو یادونه کړې چې د فیسبوک له پوسټونو څخه د کومو ناروغیو څرګندیدل حتمي پریکړه نشي کولای مګر د وړاندیز یا اټکل په بڼه ویلای شو چې د فیسبوک کاروونکی په کومه ناروغۍ اخته دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د