د ICC تازه درجه بندي: افغان لوبډلې «۷» پواینټونه بایللي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوالې شورا (ICC) لخوا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې افغان لوبډله په نړيوال جام کې د اوه ماتو سربېره  که څه هم ۷ پواینټونه ښکته شوې خو لا یې هم خپل مقام ساتلی او په لسم نمبر پاتې ده.

افغان لوبډلې په نړيوال جام کې د توقع خلاف لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې له کبله يې تر دې دمه خپلو ټولو سياليو کې ماتې خوړلې ده، دوی به خپلې راتلونکې سیالۍ د پاکستان او ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کوي.

د نړيوال جام په دوران کې د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا نن د جون مياشتې په ۲۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ تازه درجه يا پوړ بندي اعلان شوه چې انګلستان لوبډلې په کې خپل پخوانی لومړی مقام له لاسه ورکړ او هند لوبډلې لومړی مقام خپل کړی دی، خو بل خوا افغان لوبډلې خپل پخوانی وروستی لسم مقام ساتلی دی.

تر دې دمه په نړيوال جام کې هند لوبډلې خپلې پنځه سيالۍ ګټلي چې له ۱۲۲ څخه يې پواينټونه ۱۲۳ ته پورته شول او لومړی مقام يې خپل کړ، خو که چيرې په ننۍ لوبه کې (نن پنجشنبه هند د ويسټ انډيز سره لوبه لري) هند لوبډله ماتې وخوري دوی به ۱۲۱ پواينټونو ته راښکته شي، او انګلستان به لومړی مقام خپل کړي.

له بل پلوه انګلستان لوبډله په ۳۰م جون د هند لوبډلې سره سيالۍ لري چې دا به يوازې په بريا او ماتې محدوده نه وي بلکې د لومړي مقام خپلولو لپاره به جنګ وي، اوسمهال انګلستان لوبډلې په دوه سياليو کې د ماتې خوړلو له کبله له ۱۲۴ پواينټونو څخه ۱۲۲ ته راښکته شوې چې په دويم مقام ده.

افغانستان لوبډلې په نړيوال جام کې غوره کارکردګي ترسره نه کړه چې ۷ پواينټونه راښکته شوه خو په ۶۰ پواينټونو لرلو سره اوس هم په لسم مقام ده، له دې وړاندې يې ۶۷ پواينټونه درلودل.

د يو ورځنيو سياليو تازه اعلان شوې درجه بندي:

هند په ۱۲۳ پواينټونو لومړی، انګلستان په ۱۲۲ پواينټونو دويم، نيوزيلند په ۱۱۴ پواينټونو دريم، استراليا په ۱۱۲ پواينټونو څلورم، سويلي افريقا په ۱۰۹ پواينټونو پنځم، پاکستان په ۹۶ پواينټونو شپږم، بنګلديش په ۹۲ پواينټونو اووم، سريلانکا په ۷۸ پواينټونو اتم، ويسټ انډيز په ۷۷ پواينټونو نهم او افغانستان په ۶۰ پواينټونو درلودلو سره لسم مقام لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د