د «کاهو» پاڼې خطرناکې باکتریاوې انتقالوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د سویلي کلفورنیا پوهانو خبرداری ورکړی چې پاڼه لرونکي شنه سبزيجات په ځانګړي ډول «کاهو» خطرناکې باکتریاوې چې د انتي بیوتک مقاومت لرونکي دي انتقالوي.

پوهان وایي چې د کاهو پاڼې سختې دي، اوارې نه دي بلکې کونځي او خوښۍ لري چې په سمه توګه نه پریمنځل کیږي، دغه خواړه اکثره خام د سلاد په ډول خوړل کیږي، دا په دې معنا چې باکتریاوې په کې ژوندۍ وي.

دغه ډولونه چې د انتي بیوتک مقاومت لرونکي دي د انسان روغتیا لپاره یو له سترو ګواښونو څخه ګڼل کیږي.

د څیړنو څخه څرګندیږي چې مقاومتي باکتریاوې په کاهو د خاورې له لارې ننوځي او یا د هغو اوبو له لارې چې د کاهو فصل ته ورکړل شوي دي.

څیړنه زیاتوي چې د انتي بیوتک مقاومت لرونکې ممکن په سمدستي ډول اغیز ونکړي خو دا په بدن کې جمع کیږي او د یوې داسې ناروغۍ لامل کیدلای شي چې درملنه یې ستونزمنه وي.

ددغې څیړنې پایلې په کلفورنیا کې د بیولوژۍ په یوه کنفرانس کې وړاندې شوې دي.

کاهو د شنو او لویو پاڼو لرونکی بوټی دی، چې پاڼې یې خامې خوړل کېږي او ډېر کسان په سلاد کې ترې ګټه اخلي، له وېټامین اې، بي، سي، اوسپنې، کلسیم اکساید، فاسفورېس، مګنېزیم، منګنېز، سودیم او مسو څخه برخمن دی او تنده هم له منځه وړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زما کورنی دوستان د اویا اتیا کلونو راپدیخوا د پاکستان د بلوچستان په سیمه کی اوسی ( پاکستانی تابعیت لری). څلور پنځه لسیزی مخکی به د خپلی مور سره د تداوی یا چکر لپاره هلته سفر کاوه. کله چی به زموږ د دوستانو یو نژدې همسایه چی پلار او نیکه ئې کنداری او پښتنی ریښه درلوده په کوڅه یا زموږ د دوستانو په دُکان کی ولیدلم نو په کنداری او ډراماټیکه لهجه به ئی ویله چی کاهو او ګندنه څنګه دی کاهو؟ اول می سر نه په خلاصیدی چی د کاهو او ګندنی کلمه ولی ده ته جالبه ده چی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

په بهر ملکونو کې هماغه په انساني کود پاللو محصولاتو ته اورګانيک وايي او په لوړه بيه يې پيري,,, هههه