
افتاب عالم له لوبډلې ویستل شوی دی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی افتاب عالم د نړیوال جام له سیالیو ویستل شوی دی.
که څه هم د افتاب عالم د ویستل کیدو کره لامل نه دی په ډاګه شوی خو د ځینو راپورونو له مخې پر نوموړي د اخلاقي فساد او جنسي ځورونې تورونه پورې شوي چې له کبله یې د کرېکټ نړیوالې شورا له نړیوال جام څخه بهر کړی دی.
د افتاب عالم پرځای به د نړیوال جام لپاره ملي لوبډله کې چټک چپ لاسی توپ اچونکی سید احمد شیرزاد په راتلونکو لوبو کې ګډون کوي.