نعتونه غزل؛ الفت جان

الفت جان

د مينې محـــــبت درسته جهانه مدني
قربان دې له نامـــه شــمه جانانه مدني

د هر مومن زړګی ستا په سپیڅلي عشق اباد دی
اوهر  مومن ته ګران لــــکه ایمانه مدني

ښکلاد محبت چې په کوم زړه کې ستاپرته وي
هغه زړګی خوشحال وي په هرآنه مدني

ګلاب پر تا سلام کړي اونرګس پرتا سلام
په مــینه مــینه ستايئ دی ریحانه مدني

دسترګوپه رپ رپ کې دی نامه په مینه اخلې
دتور ګړنګ په غــیږ کې غازی ځوانه مدني

بیا مست به دکوثرپه غاړه ناست لکه باچایم
الفت که دی ترڅنګ کړم قدردانه مدني
ـــــــ
صلی الله علیه واله وسلم
ــــــــــــ
الفت جان

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د محمد ( ص) دښمن په حقیقت کی د خپل انسانیت او انسانی کرامت دښمن دی.

طیب
میلمه
طیب

اللہم صل علی محمد وعلٰی آله واصحابه بعددمافی علمک یاذالجلال والاکرام ابداًابدا