ويرات کوهلي په يوه بل ريکارډ براين لارا او ټنډولکر شاته پريښودل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د هند کرېکټ ملي لوبډلې مشر او د نړۍ نامتو توپوهونکي ويرات کوهلي په يوه بل ريکارډ جوړولو براين لارا او سچن ټنډولکر شاته پريښودل.

ويرات کوهلي چې نن پنجشنبه يې د ويسټ انډيز پر وړاندې سيالۍ کې ۷۲ منډې جوړې کړې وتوانېد په ټولو نړيوالو سياليو کې له ۲۰زرو زياتې منډې جوړې کړي.

نوموړي دغه ريکارډ په ۴۱۷ ټيسټ، يو ورځنيو او شل اوريزو پاڼيو کې جوړ کړ، چې له دې وړاندې دغه ريکارډ د ويسټ انډيز تکړه چپ لاسي لوبغاړي براين لارا او د هند مشهور لوبغاري سچن ټنډولکر په نوم و مات کړ.

براین لارا او ټنډولکر په ۴۵۳ پاڼيو کې ۲۰۰۰۰ نړيوالې منډې جوړې کړې وې خو ويرات کوهلي په ۴۱۷ نړيوالو سياليو کې دغه څلي ته ورسيد.

اوونۍ وړاندې ويرات کوهلي په يو ورځنيو لوبو کې په ۱۱۰۰۰ چټکو منډو جوړولو د ټنډولکر ريکارډ هم مات کړی و.

د کرېکټ نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی مقام لرونکي ويرات کوهلي په ټيسټ سياليو کې ۶۶۱۳، په يو ورځنيو سياليو کې ۱۱۰۸۷ او په شل اوريزو سياليو کې ۲۲۶۳ منډې جوړې کړې دي.

ياده دې وي چې ۳۰ کلن ويرات کوهلي له ټنډولکر او راهول ډريويډ وروسته دريم هندی او ۱۲م نړيوال لوبغاړی شو چې په ټولو نړيوالو سياليو کې يې له ۲۰زرو زياتې منډې جوړې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د