د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ

ناټو: د ستونزو او خنډونو سربېره د افغانستان سوله يوازېنۍ لاره ده

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډونه او ستونزې ډېرې دي، خو د روانې کشالې يوازينی حل سولې ته رسېدل دي.

سټولټنبرګ د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې رسنيو ته وويل، د افغانستان کشاله د جګړې له لارې نه شي حل کېدای او له طالبانو يې هم غوښتي، چې له جګړې لاس واخلي او د خبرو مېز ته حاضر شي.

سټولټنبرګ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې يوه لور ته په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو پيلېدونکی دی او بل لور ته تېره ورځ په ميدان وردګو ولايت کې دوه امريکايي پوځيان وژل شوي دي.

د ناټو سرمنشي د يوې پوښتنې په ځواب کې د وژل شوو امریکايي پوځيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندولو سربېره زياته کړه، چې د دغو پوځيانو قربانۍ سره به د سولې بهير نور هم چټک شي.

د يادونې وړ ده، چې پرون چهارشنبه په بروکسل کې د افغانستان امنيت او سولې په تړاو د ناټو دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ ناسته پيل شوې وه او نن پنجشنبه پای ته ورسېده.

دغې ناستې ته د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو سربېره په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو مشر قومندان جنرال سکاټ مېلر، د ناټو ملکي استازی نيکولاس کې او د ګډ حکومت د دفاع وزير اسدالله خالد هم ورغلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د