پاکستان: رسنۍ له افغانستان سره د اړیکو د پياوړتیا لپاره کاروو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» دا مهال د لوړ پوړو چارواکو سره یو ځای د پاکستان په پلازمېنه  اسلام اباد کې دی، نوموړی چې نن سهار اسلام اباد ته ورسېد په هوایي ډګر کې د لومړي وزیر په ځای د سوداګرۍ چارو مرستیال ورته هرکلی ووایه او نوموړی یې د صدارت تر مقره بدرګه کړ.

اشرف غني چې پاکستان ته د اړیکو د نوي باب پرانستلو په هدف تللی، تر دې دمه یې له لومړي وزیر «عمران خان»، د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي»، د پوځ له مشر «قمر جاوید باجوه» او نورو چارواکو سره لیدلي او تمه کېږي د پاکستان له ولسمشر سره هم وګورې.

د پاکستان د رسنیو او اطلاعاتو وزارت وزیرې « فردوس اعوان» له غني سره په ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د رسنیو رول اړین وباله او ژمنه یې وکړه، چې رسنۍ به د منفي تبلیغاتو د مخنیوي او د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره کاروی.

د یاد وزارت یو بل چارواکي «نعیم الحق» وویل، دا به ددوی لپاره ویاړ وي، چې خپل فلمي مواد پښتو او دري ژبو ته وژباړي څو افغانان ورباندې لا ښه پوه شي.

د ګډ حکومت مشر چې د واک له پیل څخه د ډيورنډ کرښې د سودا، استخباراتي تړونونو او د پاکستان له تمې سره سم د پاکستان د مخالفو ډلو په ځپلو تورنېږي، د ولسمشریزو ټاکنو پیل ته په نږدې وخت کې اسلام باد ته سفر کوي، د چارو شنونکي ویره لري، چې شونې ده غني یو ځل بیا په ټاکنو کې د پاکستان د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه یاد هیواد ته امتیازات ومني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

اشرفغنی نه دافغانستانماینده دۍ اونه نوردده دفریب دصدارت وخت ورپاته دۍ پاکستان دۍ دامریکادنماینده په قسم پیژنی اشرفغنی دافغانستان وفاداره نه بلکه دۍ اوخلیلزاددامریکاوفاداران دی.