هند ته د ۱۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادراتو قراردادونه لاسلیک شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۸ل):  په افغانستان کې د امریکا نړیواله پراختیايي اداره (USAID) وايي چې افغان سوداګرو د هند په کرنیز نندارتون کې د ۱۲۳میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړل.

دغه دوه ورځېنی نندارتن د هند د ممبۍ په ښار کې جوړ شوې و چې د افغانستان تازه مېوې، طبي بوټي، شات، زعفران او صنعتي محصولات نندارې ته اېښودل شوي وو.

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره (USAID) وايي چې د تازه مېوې صادروونکي وتوانېدل چې د ۵۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت او ورپسې د هنګ صادروونکو د ۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د تړونونو په ترلاسه کولو د دغه نندارتون مخکښ شول،

همدا راز د وچې میوې اړوند د ۱۵میلیونه ډالرو او نورو زراعتي محصولاتو د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شول.

د یادونې وړ ده چې په دغه نندارتون کې ۴۷ سوداګرو او شرکتونو خپل زراعتي محصولات، لاسي صنایع او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو.

تمه ده چې دغه زراعتي توکي به په لنډه موده کې هند ته صادر شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د