افغانستان

افغانستان – پاکستان د اړیکو په بیا رغونې توافق وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): پاکستان ته د ولسمشر غني دوه ورځېني سفر پر مهال افغانستان او پاکستان د خرابو اړیکو په بیا رغونې توافق وکړه.

ولسمشر غني پاکستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې امریکا له طالبانو سره سبا د خبرو اترو لپاره یو ځل بیا کیني.
د ولسمشر غني سفر موخه د پاکستان سره دوه اړخیزو سیاسي، تجارتي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکاریو د پیاوړي کولو لپاره شوې دی.

د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تر منځ ملاقات کې کې دواړو لوریو په دې ټینګار وکړ چې له تېرو تېروتنو څخه په زده کړه باید تېروتنې بیا تکرار نشي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو، مناسباتو، همکاریو او راتلونکي لپاره دې ګډ کار وشي.

خپرپاڼې زیاته کړې چې ولسمشرغني څرګنده کړه چې، د سیمه ییزه همکاریو او اتصال د فکر او لیدلوري او په دې برخه کې د افغانستان د موقعیت او هلو ځلو له امله منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د سوداګرۍ، ټرانزیټ او راکړو ورکړو له پلوه یو له بل سره د نښلېد په حال کې دي.

هغه وویل، چې د افغانستان او پاکستان ګډه کاري کمېټه به د سیمه ییزه همکاریو او اتصال په برخه کې د پاکستان فعال رول او ګډون هم وهڅوي.

په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو، د سیمې د ثبات، امنیت او اقتصادي ودې، د بې وزلۍ ضد مبارزې او د دواړو هیوادونو ملي خپلواکۍ ته د متقابل درناوي لرلو په اړه بحث او خبرې کړي دي.

ولسمشرغني همدا راز وویل چې د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د اجماع او غوښتنې په اساس له پاکستان سره د نورمالو اړیکو د ایجاد په موخه یې دغه هیواد ته سفر وکړ او هیله ده چې دا سفر به د دواړو هیوادونو د اړیکو او همکاریو لپاره نوی باب پرانیزي.

ولسشر غني د خپل رسمي سفر په جریان کې د پاکستان د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو بلاول بوټو زرداري، شهباز شریف، افتاب احمدخان شېرپاو، محمودخان اڅکزي، سراج الحق او مولانا فضل الرحمن سره جلا جلا وکتل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close