
د ماشوم ليک
لیکنه ـ سید اصغر هاشمي
قدرمن ولسمشره!
زه د دې ټولنې راتلونکی یم. زه هغه څوک یم، چې ستا د ټولنې پرمختګ ما پورې اړه لري.
د مور په کیډه کې مې ښو خوړو ته زړه کېده، خو غریبي او بې وسي دورمره ډېره وه، چې زما مور ته هم په مړه ګېډه ډوډۍ نه رسېده او زه د شپې وږی او تږی ویده کېدم. یوازې زما دا حال نه و، بلکې زما د ټولنې د ډېرو ماشومانو برخلیک زما په شان و.
کله چې پیدا شوم، د مالدارو ماشومانو ژوند را سره توپير درلود، هغوی ښو ښوونځیو ته درس ته تلل، ښې جامې یې اغوستې، په ښو ښو کورونو کې اوسېدل، ښه خواړه یې خوړل، خو زما پلار چې غریب او بې وزله و او د دوی د پلرونو په شان یې معاشونه نه درلودل او یا په ځینو نورو لارو یې ناروا پیسې نه شوې پیدا کولی.
دغه ټولو ستونزو زما په تحت الشعور کې ځای نیولی او همدا عقدې مې ژوند ته نه پریږدي. زما حق همدغو ماشومانو خوړلی او زما د پلار حق یې پلرونو.
ولسمشره!
زه په داسې ځای کې پیدا شوی یم، چې جنګ او جګړې زما د کورنۍ اروا ته تاوان رسولی. کله کله مې کورنۍ پر بېلابېلو لاملونو بې ځایه وهي، د نورو کورنیو ماشومان راته په بېلګې کې ښيي، د ژوند ښو کارونو ته مې نه هڅوي او همدارنګه په لسګونو نورې ستونزې چې ووینم، نو پوهېږم چې کورنۍ مې اروايي ستونزې لري، چې لامل یې د نورو لاملونو په شان سیاسي بې ثباتي ده. که سیاسي ستونزې لږې نه شي، زموږ راتلونکی ښه نه دی.
ولسمشره!
په ټولنې کې ښوونې او روزنې ته کار وکړئ، چې خلک د پوهې پر ګاڼه سمبال شي او موږ هم د روزلو مور و پلاره پیدا شو. سره له دې چې زما په اروا او همدارنګه زما په سلوک چاپیریال خپلې اغېزې لري، خو وراثت هم زما په ژوند خپلې اغېزې لري. له یوې خوا چاپیریال ژوند ته تیار نه دی او له بلې خوا له نا لوستو مور و پلاره زیږیدلی یم، چې زښتې ډېرې ستونزې لرم. څومره ستونزې چې لرم، لاملونه یې د چاپيریال او کورنۍ پورې اړه لري. موږ د هغو نیالګیو په شان یو، چې زموږ خاوره «ټولنه» ده او بڼوال «مور و پلار». په بڼ کې نیالګي چې څومره ستونزې لري، لامل یې خاوره او بڼوال دی.
زما ټولې ستونزې هغه معلولات دي، چې د بېلابېلو چاپیریالي او ارثي لاملونو له مخې په ما کې پیدا شوي دي. که چاپيریال انساني شي او انسان هم په حقیقي ډول انسان وي، نو موږ به هم خورا ښه انسانان اوسو، نو زموږ د نسل جوړونې لپاره په دې دوو برخو کار کول پکار دي.
د یو بڼوال لپاره دا اړینه ده، چې د څومره بوټو او ونو ساتنه کولی شي، خو له بده مرغه افسوس د ډېرو کورنیو پر حال چې د ژوند د ځینو کړنو په شان د اولادونو په راوړولو کې هم له افراطه کار اخلي. اولادونو ته روزي الله تعالی ورکوي، خو وسیله ورته مهمه ده. واک انسان ته ورکول شوی، چې دې برخې ته څومره پاملرنه کوي. نن چې زه څومره انساني ستونزي لرم، لامل یې په ټولنې او انسانانو کې دی. ټولنه او انسانان دې جوړ کړه چې زه د ټولنې ښه انسان اوسم.
که زه غل یم، ناپوهه یم، تیری کوونکی یم، بې احساسه یم، وروسته پاتې یم، د هېواد سره بې مینې یم، رواني ستونزې لرم او په لسګونو نورې ستونزې، لامل یې ټولنه او په ټولنې کې انسانان دي. زما د هر نا انساني کړنو تر شا یوه ستره کېسه پرته ده او په ما کې هره ښه او ناوړه معلوله پیښه، د لسګونو لاملي پيښو پایله ده.
که زه غل یم، نو ولې غل شوم؟ که زه تیری کوونکی یم، نو ولې تیری کوونکی یم؟ که زه اروايي ستونزې لرم، نو ولې یې لرم؟ «ولې» ته ځواب پیداکول زما د ستونزو په لاملونو پوهېدل دي.
ګرانه ولسمشره!
موږ د ټولو چاپیریالي او انساني ستونزو سربیره، ځینې داسې خویونه هم لرو چې په ډېرو لویانو کې نه تر سترګو کېږي.
په موږ د درواغو سزا نشته، خو بیا هم درواغ نه وایو. په لویانو کې مې درواغ په تکراري ډول ولیده، سره له دې چې دوی یې له سزا خبر دي. دلته د لویانو عمل موږ او زموږ عمل لویان سر ته رسوي.
د لویانو بل ناوړه عمل دا دی، چې خپل غچ کلونه وروسته اخلي او په دې ویاړي او وایي: «پښتون کلونه وروسته خپل غچ اخېستی و او دا یې ویلې، چې په خپل غچ اخیستلو کې یې تلوار کړی.»، خو برعکس که موږ پخپلو کې جنګونه وکړو، یو او بل ووهو، د لږ وخت وروسته پخلا کېږو. لویان په غچ اخېستلو ویاړي او موږ په بخښنه. ویاړ زموږ په عمل په کار دی، چې بخښنه ده، نه د لویانو په ناوړه کړو چې غچ اخېستل دي.
موږ د جنګ لږ وخت وروسته پخلا کېږو او په خپلو کې د مینې کورګي جوړوو، خو زموږ لویان که جنګ وکړي، په کلونو نه پخلا کېږي. لویان ډېر وخت کینه کوي، خو موږ د څو ساعتو وروسته له کینې پاک فکرونه لرو. که ټولنه پرمختللې وي او انسان د پوهې پر ګاڼه سمبال شي، نو موږ به روښانه ګانده «اینده» ولرو.