په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده یو کال نوره وغځول شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان مرکزي حکومت د راجسترشوو افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده یو کال نوره وغځوله.

د پاکستان د ایالتونو او سرحداتو وزارت (سفران) نن د یوې اعلامیې له لارې اعلان کړه چې د پاکستان حکومت د درې اړخیز موافقې سره سم د مهاجرینو (PoR) کارتونو د ختمیدو نېټه د ۲۰۲۰ز کال د جون تر ۳۰مې وغځوله.

د اعلامیې له مخې د پاکستان حکومت د افغان اتباعو کارتونو (ACC) موده هم د روان کال د اکتوبر د میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې غځولې ده.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې لومړي وزیر عمران خان پرون افغان ولسمشر اشرف غني ته د افغان مهاجرینو د پاتې کیدو په اړه د کابېنې له پریکړې څخه خبر کړی و.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې معلومات ښيي چې د جون تر ۳مې نېټې پورې په پاکستان کې ۱۴لکه ۵زره ۷۱۵ راجستر افغان مهاجرین او دوه لکه او لس زره او ۴۶۵ کورنۍ اوسیږي.

دغه معلومات یواځې د PoR کارتونو درلودونکو دي چې تر دې دمه افغانستان ته په رسمي ډول نه دي تللي.

د مهاجرینو ادارې معلومات ښيي چې د ۲۰۰۲ز کال راهیسې تر ۲۰۱۸ دسمبر ۴مې ڼېټې پورې ۴۳ لکه، ۷۴زره او ۲۰۸ افغان مهاجرین په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ۲۰۱۹ز کال کې بیا ۲،۰۳۶ افغان مهاجرین په خپله خوښه هيواد ته ستانه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د جون په ۱۸مه په درې اړخیزه مذاکراتو کې افغانستان، پاکستان او د مهاجرینو ادارې پر دې اړه خواشیني څرګنده کړه چې په خپله خوښه د ستنیدونکو افغان مهاجرینو سره مالي مرستې د ۴۰۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته ښکته شوي او په نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې ستنیدونکو مهاجرینو سره دې د تېر په څېر مالي مرستې وشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د