
غزل/ شفاعت ریحان
شفاعت ریحان
زۀ مې د خوږ زړۀ په فرياد تازه کوم زندګي
د چا د دوو سترګو په ياد تازه کوم زندګي
د چا د خولې رڼې رڼې قند او نبات خبرې
د چا د خولې په زنده باد تازه کوم زندګي
مسافري مې کړي د ژوند د ونې پاڼه ژيړه
خو بېرته راشم په هيواد تازه کوم زندګي
په ګناهو مې رنګينۍ د زندګۍ پيکه شي
له خدايه ځار چې په جهاد تازه کوم زندګي
د بل له درستې جملې داد، خواږۀ را و نه څاڅي
خو ستا د دوو تورو په داد تازه کوم زندګي
څۀ عجيبه يم په ژونديو باندې نه يم مين
زۀ په يادو د ارواښاد تازه کوم زندګي
هو شفاعته! شاګردي د پاکې ميني کوم
په لارښودنه د استاد تازه کوم زندګي
ښایسته شاعر ده دي الله ﷻ دي په عمر کې برکت واچوي