ورزش

افغان لوبډله به سبا د پاکستان پر وړاندې سیالۍ کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به سبا د شنبې په ورځ په ۲۹م جون د پاکستان لوبډلې پر وړاندې خپله اتمه سیالۍ ترسره کوي.

د کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې به افغان لوبډله د خپلې سیال لوبډلې پاکستان سره سیالۍ کوي چې دا سیالۍ ګټل به د پاکستان لوبډلې لپاره په نړیوا جام کې د بقا په معنا وي.

افغان لوبډلې که څه هم په خپلو تېرو اوه سیالیو کې ماتې خوړلې ده خو په تمریناتي سیالۍ کې پاکستان ته په ماتې ورکولو به یې سیال لوبډله تر فشار لاندې وي.

بل خوا پاکستان لوبډله د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د وتلو په درشل کې ده چې د افغانستان او بنګلدیش راتلونکې سیالۍ ګټل ورته مهم دي، خو که له دې څخه یې په یوه کې هم ماتې وخوړه له نړیوال جام څخه بهر کیږي.

دواړو لوبډلو تر دې دمه ۷-۷ سیالۍ ترسره کړي چې افغانستان خپلې ټولې بایللي خو پاکستان درې بریاوې خپلې کړي دي چې اوس هم نیمه پایلوبې ته لار موندلی شي.

یاده دې وي چې د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ سیالۍ به سبا د شنبې په ورځ د ماسپښين په ۲.۰۰ بجې د لیډز ښار په هیډنګلي لوبغالي کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x