ورزش

سرچینې: محمد نبي له نړیوالو سیالیو سره مخه ښه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان تکړه آلراونډر لوبغاړي محمد نبي د ملي لوبډلې له هر ډوله نړیوالو سیالیو څخه د استعفا اعلان کړی دی او یا به یې هم ډیر ژر وکړي.

د ځینو نا تایید شویو راپورونو پر اساس ویل کیږي چې د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد نبي چې اوسمهال په انګلستان کې دی له نړیوالو سیالیو مخه ښه اعلان کړه.

محمد نبي تر دې دمه په افغان لوبډله کې کلیدي رول لوبولی او په دریواړو برخو کې ځانګړی مهارت او تجربه لري چې نه شتون به یې لوبډله له سختو ستونزو سره مخ کړي.

وړمه ورځ افغان لوبډلې له بنګلدیش لوبډلې څخه په نړیوال جام کې ماتې وخوړه چې په یاده سیالۍ کې محمد نبي د شکیب الحسن په توپ په صفر وسوځېد.

له لوبې وروسته په لوبغالي کې ځینو نا اهله کتونکو محمد نبي پسې سپکې سپورې وویلې چې له کبله یې پر لوبغاړي بد اغیز وکړ او خپله یې هم رد عمل وښود.

که څه هم دغه راپورونه تر دې دمه اوازې ګڼل کیږي خو د کرېکټ بورډ او لوبډلې تېرو حالاتو ته په کتلو شونې ده نوموړی مخه ښه اعلان کړي.

محمد نبي د افغان لوبډلې له هغو لوبغاړو څخه دی چې نږدې په ټولو سیالیو کې یې د افغان لوبډلې استازیتوب کړی او افغان لوبډلې ته یې بې شمېره بریاوې راوړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x