Rahmatullah Nabil, head of Afghanistan's National Directorate Of Security (NDS), shows a paper during a joint news conference in Kabul September 7, 2011. REUTERS/Omar Sobhani
رحمت الله نبیل

نبیل: غني پاکستان ته د پټې معاملې لپاره تللی دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید رحمت الله نبیل ویلي چې افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د یوې پټې معاملې په موخه سفر کړی دی.

نوموړی ویلي چې دغه پټه معامله به هغې پټې معاملې ته ورته وي چې په کال ۲۰۱۴ کې تر ټاکنو مخکې اشرف غني د پاکستان سره کړې وه.

اشرف غني پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی دی چې په هغه کې به نوموړی د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، وزیرانو او نورو جګپوړو چارواکو سره ویني.

نبیل پر خپل ټویټر لیکلي، ولسمشر اشرف غني د پاکستان د استخباراتو (آی ایس آی) مرکز ته هم د یوې پټي ایجنډا سره ورغلی دی.

نبيل ویلي: اشرف غني د قدرت لیونی دی، هغه په هر حال قدرت غواړي که څه هم دغه قدرت د زرګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي وګړو د سرونو په بدل کې ورته ورسیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا چی باداری امريکا يی څه ونشو کړای د دی غلامانو امظاءګانی په تيره بيا د يو اشغال شوی او غلام دولت امظاء به څه اعتبار ولری ، له دينه مخکی هم ډير ناچله تړونونه لاسليک شوی .