ورزش

له ۱۹۹۲م نړیوال جام سره د پاکستان لوبډلې تصادفي سمون

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو اتلولي په ۱۹۹۲م کال کې د عمران خان په مشرۍ په انګلستان هېواد کې ګټلې وه.

اوس په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې پاکستان لوبډله په حیرانونکي ډول له تېر ۱۹۹۲م نړیوال جام سره په سیالیو، ورښت، پچه اچونه او داسې نورو څيزونو کې نږدې بشپړ سمون خوړلی دی، چې مبصرین او شنونکي یې دغه تاریخ یو وار بیا تکرار بولي.

د ۱۹۹۲ او ۲۰۱۹م نړیوال جام لومړی سمون د انګلستان هېواد دی، چې هغه هم په انګلستان کې شوی او دا هم په انګلستان کې ترسره کیږي، دویم سمون یې د سیالیو مهالویش دی چې په تېر نړیوال جام کې هرې لوبډلې له بلې سره یوه-یوه سیالۍ ترسره کړې وه او بیا نیمه پایلوبې ترسره شوې چې په روان جام کې هم دغه ترسره کیږي.

دریم سمون د پاکستان لوبډلو د بریا یا ماتو دی، په دې لړ کې پاکستان په خپله لومړۍ سیالۍ کې ماتې، په دویمه کې بریا، دریمه د ورښت له کبله بې پایلې، څلورمه او پنځمه کې هم ماتې، شپږمه کې بریا او په اوومه کې یې د نیوزیلند پر وړاندې بریا خپله کړې وه. کټ مټ سمون د ۱۹۹۲ او ۲۰۱۹م نړیوال جامونو یو ډول دی.

دغه سمون تر دې اندازې حیرانونکې دی چې په ۱۹۹۲م نړیوال جام کې د پاکستان او نیوزیلند لوبډله د چهارشنبې په ورځ ترسره شوې وه چې په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې هم په دغې ورځ ترسره شوه.

نیوزیلند لوبډلې په ۱۹۹۲م نړیوال جام کې تر هغې ماتې نه وه خوړلې تر څو یې په اوومه سیالۍ کې له پاکستان څخه ماتې وخوړه، دغه تاریخ په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې هم تکرار شو.

یوازې دا نه بلکې د نیوزیلند پر وړاندې سیالۍ کې پاکستان لومړۍ دوه ویکټې ژر له لاسه ورکړې وې خو وروسته رمیز راجه سلیزه وهلې وه، په روان نړیوال جام کې هم د نیوزیلند پر وړاندې فخر زمان او امام الحق ویکټې ژر وغورځېدې خو ورپسې بابر اعظم سلیزه ووهله.

په ۱۹۹۲م نړیوال جام کې پاکستان د ویسټ انډیز په لاس سخته ماتې خوړلې چې په ۲۰۱۹م جام کې هم تکرار شوه، چې له هغې وروسته یې بیرته غوره راتګ وکړ.

په ۱۹۹۲ کال کې کله چې پاکستان لوبډلې په خپله شپږمه لوبه کې بریا خپله کړه نو چپ لاسی توپوهونکی عامر سهیل د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی و، په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې چپ لاسی توپوهونکی حارث سهیل د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې د پچه ګټلو، بایللو، د لومړی توپوهنې یا توپ اچونې پریکړه هم د ۱۹۹۲م نړیوال جام سره یو ډول سمون خوري.

۱۹۹

د پاکستان مینوال هیله لري چې دغه حیرانونکی تصادف به تر پایه دوام ولري په کوم کې چې پاکستان په ۱۹۹۲م کال کې په لومړي وار د نړیوال جام اتلولي ګټلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x