طالبانو د خپل والي په اړه د دفاع وزارت ادعا رد کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۸ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دفاع وزارت له لوري د لوګر والي حاجي ولالا د وژل کېدو ادعا رد کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه رالیږلي پيغام کې وویل: « نن مزدور دښمن ادعا کړی چې ګنې د لوګر لپاره د اسلامي امارت والی، د هغه مرستیال او ګڼ مجاهدین يې شهیدان کړي دي. موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، په لوګر ولایت کې هيڅ دا ډول پيښه نه لرو.».

نوموړي زیاته کړه چې دښمن یې د وارخطائي سره مخ دی، ځکه دا ډول تبلیغات کوي، «دښمن د وارخطایی سره مخ دی، نه پوهیږي چې څه ډول تبلیغات وکړي، هرڅه چې په خوله ورشي وايي.».

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې د دفاع وزارت له لوري په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو د والیانو د وژل کېدو ادعاوي کیږي، خو طالبان یې هر وخت ردوي او د دښمن تبلیغات یې بولي.

د یادوني وړ ده چې ددې تر مخه د دفاع وزارت له لوري رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویل شوي وه : « ”د افغان ځواکونو د هوایي عملیاتو په پایله کې لوګر کې د طالبانو والي حاجي لالا، مرستیالان یې بریالی او فریدون وژل شوي دي، دوی سره ځینې نور کسان هم و، یو هغه مولوي شمس الرحمان و چې د پنځو ولایتونو استخباراتي مسئول و، حکمتیار، شجاع او روف د دوی بهرني قومندان هم برید کې وژل شوي. ”».

دفاع وزارت یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کښي یو کور د الوتکې څخه په نښه کیږي خو نور د ویډیو د ثبت او نه هم د تلفاتو درک په کښي لګیږي.

باید وویل شي چې افغان دولتي ځواکونه په دوامداره توګه د طالبانو تر واک لاندي سیمو کې بمباری کوي او چاپې اچوي چې له امله یې د یوناما د حقوق بشر ادارې د وروستي راپور سره سم د دولتي ځواکونو له لوري د ملکي تلفاتو کچه د تیرو کلونو په نسبت لوړه شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د