
ګلبدین نائب: محمد نبي د استعفا په اړه څه نه دي ویلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نوي لوبډلمشر ګلبدین نائب رسنیو پرمخ څرګنده کړه چې د محمد نبي د استعفا خبرې دروغ دي.
ګلبدین نائب د خبرو پرمهال زیاته کړه چې محمد نبي د استعفا په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کوم خبر رارسیدلی خو که له چاسره یې پټې څرګندونې کړې وي مونږ یې په اړه نه یو خبر.
نن د جمعې په ورځ ځینو ناتایید شویو راپورونو خبر ورکړی و چې محمد نبي غواړي له نړیوال جام وروسته له هر ډوله ملي سیالیو سره مخه ښه وکړي.
دغه اوازې هغه مهال خپرې شوې چې د ملي لوبډلې لوبغاړي په ځانګړي دول محمد نبي له بنګلدیش څخه له ماتې وروسته د ځینو کتونکو لخوا وښکنځل شول.
وړمه ورځ افتاب عالم د کرېکټ نړیوالې شورا له نظم او ضبط څخه په سرغړونې له نړیوال جام څخه وویستل شو چې کرېکټ بورډ د نوموړي پرځای سید احمد شیرزاد لوبډله کې شامل کړل شو.
له دې یو شمېر ستونزو داسې بریښي چې افغان لوبډله په خپل پخواني ځای قرار نه لري، خو لوبغاړي بیا د هر ډول اختلاف او ستونزو په اړه خبرونه دروغ ګڼي.
افغان لوبډله د نړیوال جام په ترڅ کې سبا د شنبې په ورځ د پاکستان لوبډلې سره سیالۍ لري، دغه سیالۍ به د پاکستان لپاره په نړیوال جام کې د پاتې کیدو په معنا وي خو افغان لوبډله به د لومړۍ بریا په لټه کې وي.
لوبډلمشر ګلبدین نائب د سبانۍ سیالۍ په اړه وویل چې پاکستان لوبډله ددوی پر وړاندې د فشار لاندې ده او شاید ددغې نکتې څخه په ګټه پاکستان ته ماتې ورکړي او نړیوال جام په ښه ډول پای ته ورسوي.