
غزل؛ حماد ماليار
حماد ماليار
ما ته مې د مينې کوم يو حـد په نظر نه راځي
بد د خپل جانان مې ځکـه بـد په نظر نه راځي
ټوله ځان ځاني ده ، د يـارۍ خيالونه مه کوه
دلته په دې ښار کې څوک بلـد په نظر نه راځي
خپل وهو په خـپلـه ، د يو بل وينو ته تږي يو
ځـکـه د الله لــه خـوا مـدد په نظر نه راځي
نـن د يـو وجـود پشان هـغه د اسلام ټول بچي
نن راته يو موټـى ، يــو جـسٙد په نظر نه راځي
نوي انقـلاب د مٙړو نـوي کلي هم جوړ کړل
اوس په هديرو کـې زوړ لـحـد په نظر نه راځي
سر چـې د الله په پـاکـه لاره سړى وشيندي
ما ته له همدې نـه لـوي مقصـد په نظر نه راځي
ورک رانه کنډٙو دى د خوښيو د وطن په لور
ورک د غم په دښته يم، سرحد په نظر نه راځي
سترګې چې د سترګو په هنداره کې کتل کوي
بيا “حماد مالياره!” خال او خٙد په نظر نه راځي