سبا د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ اووم پړاو خبرې پيليږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): له شاوخوا يوې مياشتې ځنډ وروسته د افغان سولې په اړه د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ اووم پړاو خبرې سبا د قطر پلازمينه دوحه کې پيليږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټوېټر ليکلي چې سبا د شنبې په ورځ به د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ اووم دور مذاکرات پيل شي.

مجاهد په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړی او نه يې هم دا ويلي چې دا خبرې به څو ورځې دوام وکړي او په کومو موضوعاتو به بحث وشي.

د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ اووم دور خبرې په داسې حال کې پيليږي چې دواړو لوريو په خبرو کې د پرمختګ هيله مندي ښودلې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

الهی(ج) تاته هرڅه آسانه دی ، ستا د خوږ نبی د محمد مصطفی(ص) پر وارثينو نوره پيرزوينه هم وکړه او په سياسی ډګر کی ئی لا نورهم بريالی ولره . امين يا رب العالمين