د نړیوال جام لوبې پرمهال د «شاتو مچیو» پر لوبغاړو حمله – انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۸): د سریلانکا او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ نن د جمعې په ورځ د سیالۍ پرمهال د لوبڅارانو په شمول ټول لوبغاړي هغه مهال پر ځمکه پریوتل چې د شاتو مچیو ټولي یا سیل ونیول.

د کرېکټ نړیوال جام د لوبې پرمهال په درهم لوبغالي کې د مچیو ستر ټولي پر لوبغاړو حمله وکړه چې له کبله یې ټول لوبغاړي د لوبڅارانو په ګډون پر ځمکه پریوتل.

 Sri Lanka batsman Isuru Udana made 17 amid the stoppage

هغه مهال چې سریلانکا لوبډلې توپوهنه کوله د مچیو ستر ټولی د لوبغالي منځ ته داخل شو چې لوبغاړي نه تښتیدلی شول او نه یې هم لوبې ته دوام ورکوی شو چې په پای کې پر ځمکه پریوتل.

 Faf du Plessis made sure to protect his head from stings

Image result for bees stop play

دغه ډول پېښه د یادو دوه لوبډلو ترمنځ په ۲۰۱۷م کال کې هم ترسره شوې وه چې له کبله یې لوبغاړي پر ځمکه پریوتلي وو.

Image result for bees stop play

د کرېکټ په تاریخ کې څو واره داسې پېښې شوي چې له کبله یې لوبه ځنډیدلي وي، په ۱۹۸۳ کال کې لوبغالي ته د لوبې پرمهال خوږ ننوتی و چې له کبله یې لوبه د څو دقیقو لپاره ځنډیدلې وه.

Related image

یاده دې وي چې د سویلي افریقا او سریلانکا لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې سویلي افریقا سریلانکا ته د ۹ ویکټو په توپیر ستره ماتې هم ورکړه او له نړیوال جام څخه یې هم بهر کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د