افغانستان

امریکا د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د پراختیا هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه،۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» په یوه دوه ورځني سفر له پاکستان سره د اړیکو د نوي باب د پرانستلو په پلمه اسلام اباد ته ولاړ، د امریکا متحده ایالات وايي، ددواړو  هیوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خوښ دي.

دې نېشن ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله لیکي « امریکایي چارواکو له موږ سره اړیکه نیولې وه، دوی د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو پراختیا ته خوښ وو او په دې تړاو یې د پاکستان رول ستایه».

مطلب وړاندې زیاتوي « د پاکستان او افغانستان تر منځ په اړیکو کې بې باوري د هیچا په ګټه نه ده او دې موضوع تل د امریکا متحده ایالات اندېښمن کړي».

اشرف غني چې له پاکستان څخه نن سهار هیواد ته را ستون شو، اسلام اباد ته د سفر په تړاو یې له پيله شکونه او اندېښنې موجودې وې، د ملي امنیت پخواني رئیس او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «رحمت الله نبیل» وویل، غني پاکستان ته د پټو معاملو په موخه تللی او د خپل سفر په دوران کې د رسنیو له سترګو پټ د پاکستاني استخباراتو مرکز ته ورغلی.

د چارو شنونکو تر ډېره د اشرف غني د سفر موخه راتلونکې ټاکنې بللې او اندېښنه یې څرګندوله، چې اشرف غني به په ولسمشریزو ټاکنو کې د پاکستان د مرستې راجلبولو په خاطریو ځل بیا له دې هیواد سره پټې معاملې وکړي او پاکستان ته به نوي امتیازات وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x