نړۍ

اسلام اباد: د لال جومات خطابت او چارې بېرته مولانا عبدالعزيز ته وسپارل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ چنګاښ ۱۳۹۸ل):د اسلام اباد لال جومات د ځمکې پر سر د حکومت او حفصې مدرسې د مشر مولانا عبدالعزيز ترمنځ له څو مياشتو جنجال وروسته ځايي چارواکو د لال جومات خطابت او د چارو سمبالول بېرته مولانا عبدالعزيز ته سپارلي دي.

د پاکستاني رسنيو په وينا د سيمې خلکو او جومات سمبالوونکې کمېټې له حکومته په ټينګار سره غوښتي وو، چې د جومات چارې او خطابت بېرته مولانا عبدالعزيز ته وسپارل شي.

څو کاله مخکې، چې له پوځي عملياتو وروسته مولانا عبدالعزيز په زندان کې و، د هغه د کورنۍ په سپارښتنه مولانا عامر صدیقي د جومات سرپرست ټاکل شوی و، خو وروسته يې د اسلام اباد ځايي چارواکو په لمسون پر جومات خپله ولکه ټينګه کړه او له تېرو څو کلونو راهيسې يې حکومتي چارواکي د خپل ماما مولانا عبدالعزيز او د هغه تر مشرۍ لاندې  حفصه مدرسې پر ضد هڅول.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د اسلام اباد پوليسو لال جومات ته څېرمه د حفصې مدرسې  پر نجونو زده کوونکو اوبه، ګاز او خوراکي توکي بند کړي وو او  تور يې لګولی و، چې مولانا عبدالعزیز د مدرسې له ځمکې بهر د لال جومات يوه  ټوټه ځمکه د مدرسې لپاره قبضه کوي، خو د مدرسې مسؤولينو دغه تورونه رد کړي دي.

د مدرسې نوې کمېټه وايي، حکومت  سره يې ستونزې په حل کېدو دي، مولانا عبدالعزيز به بېرته د جومات مسؤول او خطیب وي، خو تر راتلونکو درې ميیاشتو به جومات ته د خطبې او امامت لپاره نه ورځي، بلکې د مدرسې نور استادان به لمونځ او خطبې ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې مولانا عبدالعزيز له ۱۹۹۸ کال راهیسې تر ۲۰۰۴ کال پورې د لال جومات رسمي خطيب و، وروسته د حکومت له لوري  په جبر ګوښه کړی شو، خو خلکو بيا هم د جومات چارې او خطابت هغه ته سپارلی و، په ۲۰۰۷ کال د پخواني  پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ  پرمهال په پوځي عملياتو کې ونيول شو،  هغه او ګڼ شمېر سړي او  نجونې زده کوونکي هم زندانيان شول او ګڼ شمېر ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x