افغانستان

سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه،۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت  د مشر «اشرف غني» د د فتر رئیس «سلام رحیمي» د سولې په چارو کې د دولت وزیر ټاکل شوی.

د جمهور نیوز د راپور په اساس،  ولسمشر د یوه فرمان په خپرولو سره څرګنده کړې چې سلام رحیمي د نوموړي  د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په حیث ټاکل شوی.

سلام رحیمي چې له تېرو پنځو کلونو را پدېخوا د حکومت مشر د دفتر رئیس وو، په ارګ کې د بانفوذه کسانو له ډلې شمېر کېده.

ولسمشرۍ ماڼۍ لا تر اوسه ددې ګمارنې په تړاو رسما څه نه دي خپاره کړي.

د سولې چارو وزارت داسې مهال په کار پیل کوي، چې د مشورتي لویې جرګې تر جوړېدو را وروسته داسې ګنګوسې اورېدل کېدې چې نور به د سولې عالي شورا لغوه کېږي او ځای به یې د سولې چارو وزارت نیسي.

لا هم څرګنده نه ده چې د سولې چارو وزارت تر جوړېدو وروسته به د سولې عالي شورا برخلیک څه وي.

بل لور ته د سولې په چارو کې د دولت وزارت داسې وخت اعلانېږي، چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ په خبرو کې ګډ حکومت په بشپړ ډول منزوی شوی او په داسې یو حالت کې چې طالب او امریکايي استازي یوې وروستۍ موافقې ته رسېدونکي ښکاري، د ګډ حکومت برخلیک لا هم مبهم پاتې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x