افغانستان

بغلان: د طالبانو په برید کې دېرش اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه،۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د طالبانو او اربکیانو تر منځ نښته کې ۲۰ تنه اربکیان وژل شوي او ۱۲ نورو ژور ټپونه وړي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټويټر لیکلي « تیره شپه دبغلان نهرین ولسوالۍ کوه کدای سیمه کې دمزدوردښمن۳پوستې فتحه شوې. د۳قومندانانو (صلاح الدین، ظاهراومدیرعبدالله)په شمول ۲۸پولیس وژل شوي چې د ۲۰ تنوجسدونه دجګړې په میدان پاتي دي،۱۲نور ژوبل شوي. خوراډیره وسله اومهمات نیول شوي.»

د مجاهد په خبره، په دې نښته کې طالب جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بل لور ته طلوع نیوز د بغلان ولایت د ځايي چارواکو  له قوله لیکي « په یاده نښته کې ۳۰ اربکیان وژل شوي او ټولې اسلحې او مهمات یې طالبانو له ځانه سره وړي».

د راپور په حواله، د طالبانو او اربکیانو تر منځ دا نښته تېره شپه ۱۱ بجې رامنځته شوه او تر شپږو ساعتونو یې دوام وکړ.

یاده دې وي، تر اوسه د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په بغلان ولایت کې د دولت پلوه وسلوالو تلفات داسې مهال تر بل هر وخت زیات دي، چې د ګډ حکومت امنیتي چارواکي د جګړې په ډګر کې د طالبانو د ماتولو ادعا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد پښتون

تر څو ولس په یوه خوله او یوه غږ په ټول هیواد کې د پنجاب د غلامانو او لاسپوڅو خوارجو پر ضد راپورته نشې نو د یوې ځانګړې سیمي ولس نشې کولای د پنجاب وار مشینرې پخپل توان مقابله وکړې.

الله تعالی ددوي شهادتونه قبول کړې

جميل

پاک الله(ج) دی ستاسو حشر هم له همدغو او د هغو د حمايه کونکو او روزونکو بادارانو سره وکړی .

Karwan

الله د دوي جهانم ځاي کړي دا د امريکا خروړي سپي. ملت بايد ددي مردارو عناصرو پسي راپورته شي او ټول محوه کړي. احمد پښتون ته به هم يو وخت مردار شي او وخت درانږدي شوي دي، انتظار باسه. کاروان

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x